IQNA

مهمان پرست: فرانس دې لومړۍ خپل ځان سنبال كړی

20:46 - February 18, 2013
د خبر لمبر: 2498663
سياسی ډله: د ايران د خارجه وزارت ويندويی د فرانس ځينو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د نورو هيوادونو په كورنيو چارو كې د لاسوهنې په ځای دې په خپل هيواد كې د بشری حقوقو افسوسناك حالت ته توجه وكړی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی رامين مهمان پرست پرون دايران په خلاف د فرانسې د دفاع وزير د لاسوهونكو خبرو په غندلو سره وويل : د بيان د ازادۍ د ظاهری مدعيانو دوه ګونی چلند كومه نوې خبره نه ده او د ايران هوښيار خلك په دغو غندلو حركتونو ښه پوهیږی. او دهغو ځواب یې د سلواغې د دوه ويشتمې په لاريونه كې وركړ.

ښاغلی مهمانپرست وويل چې د فرانسې چارواكی دې په دغه هيواد كې د بشری حقوقو افسوسناك حالت په تيره بيا د كډوالو په خلاف روانو تاوتريخوالی او ځورونو، د توكميز توپير ختمولو ته توجه وكړی .

د ايران د خارجه وزارت ويندويی د ايران د ایټمی فعاليتونو او د تهران په خلاف د بنديزونو د سختولو په باره كې د د فرانسې د دفاع وزير جان ايو لودريان بې اساسه خبرو ته په اشارې سره ويول : د دغه ډول فشارونو په وجه د ايران د كمزورې كولو په باب د ځينو لويدیځو هيوادونو غلط تصور به د ايران د خلكو له خوا له خپلو حقوقو څخه د لاس اخستلو سبب نه شی او ښه ده چې د فرانسې دولت د غير منطقی خبرو په ځای له حقيقت سره سم چلند غوره كړی.
1190576
captcha