د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولسمشر ډاكټر احمدی نژاد وويل دايران اسلامی جمهوريت له هرډول ناعادلانه او دوكه وركونكو سياسی چلولونو سره چې دځينو هيوادونو لخوا دملتونو پرضد دسلطه غواړو هدفونو په چوكاټ كښې اعمالیږی مخالف دی .
ښاغلی احمدی نژاد وويل دايران اسلامی جمهوريت تل په عدالت ، سولې او صداقت پسې دی او په نړيوال ډګر كښې دودو سياسی چلولونو ته له پام كولو پرته دمستكبرانو په وړاندې ولاړ دی .
ولسمشر وويل دايران اسلامی جمهوريت له ظلم، سلطه غوښتنې، تيری او نيواكګرۍ سره مخالف دی او دغه مخالفت په ښكاره اعلانوی او ددغه مخالفت په بيانولو كښې هیڅ محدوديت نلری .
د ايران ولسمشر ټينګار وكړ دايران اسلامی انقلاب يو خاص شمير خلكو ته محدود نه دی او دټولو خلكو دی او په ډاډ سره كه چيرې اسلام په ټولو سيمو كښې نفوذ وكړی په طبيعی توګه به ټول دهغه له بركتونو ګټه پورته كړی .
1207111