د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له مصری ورځ پاڼې اليوم السابع یې نقلوی چې دا فيسټيوال د فلسطين او قدس د حمايت لپاره جوړ شوې اتحادیې او بيت المقدس اګیډمی په همكارې سره د ځای وخت په مطابق ماسپښين له يوې بجې تر ماښام شپږ بجو پورې ترسره شو.
د مصر د منصوره ښار د اصول دينو كالج مشر ښاغلی عبدالرحمان البر د حماس د مشر مرستيال ښاغلی موسی ابو مرزوق له اسراييلو بنده خلاص او خوشی شوې بندی ښاغلی عبدالرحمان شديد او د فلسطينی مسايلو ماهر امل خليفه هم په دې فيسټيوال كې ګډون وكړ.
1212870