IQNA

احمدی نژاد: د اسلامی ايران وسله وال ځواك، د نړۍ د خپلواكه پوځونو لپاره يوه بيلګه ده

16:20 - April 18, 2013
د خبر لمبر: 2520710
نړيواله ډله: د اسلامی ايران ولمسشر محمود احمدی نژاد نن په تهران كې د اسلامی انقلاب د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمينی له سپیڅلی حرم سره په خوا كې د پوځ د ملی ورځې په ولولناكو دستورو كې د اسلامی ايران د پوځ ورځ د اسلامی جمهوری نظام په حيات كې يوه تاريخی او تل پاتيكيدونكی ورځ وبلله او د نړۍ د خپلواكو پوځونو لپاره ئې يوه هيله او بيلګه وبلله او ټينګار ئې وكړ حضرت امام خمينی رحمه الله عليه د اسلامی ايران د ماډرن او وياړمن پوځ بنسټګر دی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ډاكټر احمدی نژاد ټينګار وكړ يو ملت دخپلې ملی خپلواكۍ او امنيت دخوندی كولو او د پرمختګ او عزت په لارې كې اقتدار ته اړتيا لری او حقيقی اقتدار دملی او ځای توانمنيو او له باطنه راپورته شوی او استجاری اقتدار هیڅكله هم د ملت موجوديت نشی خوندی كولی

د ايران د ملی امنيت د لوړې شورا مشر د دې خبرې په كولو چې بايد دملی ا قتدار اصلی سرچينې ديوه ملت په باطن كې ولټوو ،په خداوندمتعال ايمان ئې د ملی اقتدار د راپنځيدا لومړنی عامل وباله او روښانه ئې كړه هغه كسان چې په پاك خدای ايمان لری ، دهغه عبادت كوی او دهغه لپاره هڅه كوی

د اسلامی ايران دمجرئې قوې مشر په ملت تكيه كول داقتدار يوه بله سرچينه وبلله او زياته ئې كړه كه ديوه ملت توانمنۍ په الهی لارې سمې شی ، نو دخداوندمتعال دقدرت ځلا او ماته نه خوړونكی دی .هغه روښانه كړه هرملت او هيوادچې له خپلوتوانمنيو او باطنه په راپورته شوی ملی اقتدار تكيه كوی په سيمه ايز اونړيوال امنيت كې فعال ګډون درلودلی شی ،ټولو ملتونو ته داسلامی ايران دوسله وال پوځ اوقواؤ او دمیړنی ملت پيغام په ملی اقتدار تكيه ده او په عادلانه اواو له مينې اود وستۍ په ډكې فضا كې دنړيوال حقيقی امنيت او سولې په لاره حركت او متقابل احترام دی

د اسلامی ايران ولسمشر همداراز ددې خبرې په كولو سره چې دايران ملت تل دسيمې دامنيت ساتونكی دی وويل ، له كله راهسې چې پردی سيمې ته راغلی دی ، ناكراری پيل شوی او اساسا دپرديو شتون په سيمې كې دناكرارۍ اصلی عامل دی.
1214458
captcha