IQNA

د بحرين ولس هماغه راز د آل خليفه رژ يم پر نسكوريدا ټينګار كوی

18:38 - April 20, 2013
د خبر لمبر: 2521501
نړيواله ډله: د بحرين ولس د خپل پاڅون په دوام كې هماغه راز واټونو ته راوځی او د خپلو غوښتنو د پوره كيدا شعارونه وركوی او هوډ كوی چې د آل خليفه رژيم ترنسكورولو پورې به خپلو مظاهرو او احتجاجونو ته دوام وركوی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له صؤت المنامه اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې راپور ښئ پرون هم د منامې پشمول د بحرين زياتره ښارونه او كلی د خلكو د هغو مظاهرو ډګر ؤ چې له تيرو لسو ورځو راهسې پرله پسې روانې دی
دوی همداراز ټينګار كوی چې د ګاډو د سياليو د يو فارمولې سيالۍ چې ټاكل شوې له سبا پيل شی د آل خليفه رژيم د روا والی يو ه چټی هڅه ده .
دوی شعارونه وركړل چې ديموكراسی زمونږ حق دی او بايد خپل حق ترلاسه كړو او هر ډول قربانی وركولو سره ديموكراسی ساتلی شی ، آل خليفه رژيم په جنايتونو سره خپل رواوالی نشی ساتلی .
وروستی راپورونه ښئ چې د آل خليفه رژيم مامورانو چې د آل سعود نيواكګرو عسكرو بشپړ ملاتړ ورسره دی د منامې پشمول په بيلابيلو ښارونو كې مظآهره چيان سخت ځپلی دی او ويل كیږی چې يو شمير كسان پكې ټپيان او نيول شوی هم دی
هم دا راز يو بل خبر ښئ د تيونس خلك هم د عربستان او قطر په شيطنت پوهـ شوی او ټاكل شوې چې نن په عربی نړۍ كې د عربستان او قطر د چارواكو په بې ځايه لاسوهنو په ضد مظاهرې وكړی ويل شوی چې دغه مظاهرې په تيونس كې د سياسی فعالانو له خوا برابرې شوی دی.
1214649
captcha