IQNA

په بريتانيا كښې د بی بی فاطمه او د حضرت علی عليه السلام د زوكړې جشنونه تر سره كیږی

22:48 - April 21, 2013
د خبر لمبر: 2522110
نړيواله ډله: د مئ په لومړې نیټې د بريتانيا په لندن ښار په اسلامی مركزكې د پيغمبر اكرم ګرانې لور بی بی فاطمه زهرا سلام الله عليها د نيكمرغه زوكړې په مناسبت جشن تر سره كیږی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «ic-el»، یې نقلوی چې دا پروګرام به د ځای وخت په مطإبق ماښام شپږ بجې په اسلامی مركز كې تر سره كیږی، چې ويناوال به د بی بی زهرا سلام الله عليها د شخصيت په اړه خبرې اتری كوی.
همدارنګ د مئی په څلور ويشتمې نیټې د حضرت امام علی عليه السلام د نيكمرغه زوكړې په مناسبت په اسلامی مركز كې مختلف پروګرامونه تر سره كیږی.
د ويلوده چې د جرمنی په هامبورګ ښار كې اسلامك سنټر كې هم د اپريل په ديرشمې نیټې د بی بی فاطمه زهرا سلام الله عليها د زوكړې په مناسبت د خوشحإلۍ پروګرام تر سره كیږی.
1215141
captcha