IQNA

سيد حسن نصرالله د مئ په اومې نیټئ د ورځنۍ حالاتو په اړه وينا كوی

8:07 - April 23, 2013
د خبر لمبر: 2522755
نړيواله ډله: د حزب الله لبنان ستر مشر ښاغلی سيد حسن نصرالله د مئی په اومې نیټې د خپلې وينا په كولوسره د لبنان داخلی او د سيمې حالات تحليلوی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «لبنان فايلز»، یې نقلوی چې تمه ده چې د لبنان د حزب الله مشر ښاغلی سيد حسن نصرالله په دې وينا كې د لبنان سياسی او امنيتې وضعيت او د لبنان او شام په پولې سره نږدې په هرمل سيمې كې د حزب الله ځينو غړو د شهادت په اړه خبرې كوی.
همدارنګ د لبنان خبری سرچينو اعلان وكړ چې سيد حسن نصرالله په دې وينا كې د شام د مذهبی او سپیڅلی ځايونو د حمايت مسله هم جاجوی.
د حزب الله نږدې كسانو په وينا په دې وينا كې د لبنان لومړی وزير نجيب ميقاتی او د نوی لومړی وزير تمام سلام په وزارت رسيدلو په اړه هم خبری كیږی.
1216393
captcha