د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يوراپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مركز «menara.ma/fr» یې نقلوی چې د دينونو تر مينځ د خبرو اترو نړيوال كانفرنس چې هر كال د قطر په دوحه كې تر سره كیږی، پرون په دې شعار سره ( د دينونو تر مينځ د خبرو اترو كاميابې تجربې) پيل شو او سبا به پای ته رسی.
د سږكال په كانفرنس له پينځ اويا هيوادونو نږدې پينځه سوه پوهان چې مسلمان عيسايان او يهوديان پكښې شامل دی ګډؤن كوی او په دې ورځو كې مختلفو موضوعات جاجوی لكه د دينونو تر مينځ د خبرواترو علمی او حقوقی لارې سوله او د لانجو حل كوی او همدارنګ د خبرو اتروكلتور او رسنې.
د ويلو ده چې په لومړۍ ورځ ميرمن مريم ايت احمد چې د مراكش پوهنتون استاذه او محققه ده د هغې د هڅو په وجه چې د دينونو تر مينځ د روابطو ټينګولو لپاره یې كړې وې تمغه او مدال ډالۍ شو.
همدارنګ د دينونو تر مينځ د خبرواترو نړيوال انعام هم د لبنان د دينونو تر مينځ د خبرواترو كمیټۍ مشرښاغلی محمد السماك ته وركړې شوه
.1217390