IQNA

عربستان، د پيغمبر اكرم(ص) د ولادت ځای له ړنګولو څخه، لاس واخست

17:05 - April 25, 2013
د خبر لمبر: 2523985
نړيواله ډله: په عربستان كې د ډله ايزو شبكو لخوا د اعتراضاتو په زياتيدو سره يو وخت د مكې مكرمې د كتابتون (چې د پيغمبراكرم(ص) د ولادت او زوكړې ځای ده) بالاخره عربستان دا جنجالی فيصله بيرته واخست.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يوراپور پراساس، چې د عربستان له عكاظ ورځ پاڼی یې نقلوی چې عربستان لخوا د بيت الحرام د پراخوالی په بهانې د مكې كتابتون چې د پيغمبر اكرم د ولادت ځای هم ده، د ړنګولو فيصله، د دې هيواد د علماو او كلتوری فعالانو لخوا پراخو او سترو اعتراضاتو سره مخامخ شوه نو د مكې د صفایۍ كمیټۍ اعلان وكړ چې دا كتابتون به د بيت الحرام د پراخوالی په منصوبې كې نۀ راځی او ړنګیږی به نه.
د ويلو ده چې څو ورځې وړاندې د عربستان حكومت دا فيصله كړې وه چې د تعميراتو په موخه دا كتابتون ړنګیږی چې هغه په ډله ايزو شبكو لكه فيس بوك كې ډير پراخو اعتراضاتو سره مخامخ شوه.
1217871
captcha