د ايران د قران نړيوال خبرې اژإنس ايكنا د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعی لمانځه خطيب حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی وويل په تهران كښې به د اپريل په ۲۹ او ۳۰ د اسلامی نړۍ د ۵۰۰ عالمانو په شتون سره د اسلامی ویښتيا او عالمانو نړيوال كنفران ترسره شی او هيله من يم ،دغه كنفرانس په اسلامی نړۍ كښې د هر ډول درز او اختلاف د ختمولو لپاره عملی لارې چارې وټاكی .
هغه د نادودو فتواګانو د صادرولو لپاره د ځينو مسلمانو موعظانو د غولولو او په وسلو د ترهه ګرو د سنبالولو لپاره د آمريكا او اسرائيلو جاسوسی ادارو سی آی ای او موساد هڅو ته اشاره وكړه او ویې ويل دغه فعاليتونه د مسلمانانو تر مينځ د اختلافاتو او درز اچولو او د اسلامی هيوادنو په حكومتونو د وسلو د خرڅولو او د تيلو بازارونو ته د آسانه لاس رسی د پيدا كولو لپاره ترسره كیږی .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب په سيمه كښې د اسلامی ویښتيا په بهير د اسلامی انقلاب اغيزو ته اشاره وكړه او ویې ويل دښمنان د اسلامی ویښتيا د ځپلو هڅې كوی ،تل دسيسې جوړوی ،خو هیڅكله به بريالی نه شی ،ځكه اسلامی ویښتيا په پراخيدو ده.
حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی د ۲۰۱۳ م كال په جون كښې د ايران د ولسمشرۍ ټاكنو ته اشاره وكړه او ویې ويل د دښمنانو د اټكلونو خلاف، د ايران ملت د سلواغې د ۲۲ په پرتمين لاريون كښې په ګډون سره وښودله چې د ايران اسلامی جمهوری نظام ا د دغه نظام ایډيالونو ته پايبنده دی .
حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی د ايران د ولسمشرۍ ټاكنې په بشپړ ډول د قانون پر اساس وبللی او كانديدان یې اخلاقی اصولو ته پايبندۍ او قانون مدارۍ ته وروبلل .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب همدغه راز د مصرف پالنې د دودولو لپاره له ميرمنې د لويدیځ اوزارې استفادې ته اشاره وكړه او ویې ويل،په اسلام كښې ښځې دوهمه درجه ښاريزې نه دی او بشپړ سياسی او ټولنيز حقوق لری .
حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی له وړاندې د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد(ص) د ګرانې لور حضرت فاطمه الزهرا (س) د نيكمرغه زوكړې په مناسبت چې په ايران كښې د ميرمنې او مور ورځ ده ،مباركی وويله .
1218264