IQNA

د حضرت امام خمينی رحمه الله عليه د رحلت په كليزه كې د حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای وينا

21:59 - June 04, 2013
د خبر لمبر: 2543245
سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د ايران د اسلامی جمهوريت د بنسټ ګر حضرت امام خمينی رح د رحلت په كليزه كې د غبر ګولی د ۱۵ تاريخی پاڅون پنځوسمې كليزې ته په اشارې سره د دغه عظيم حركت اغيز او تاريخی اهميت بيان كړ.
د ايران د قرآن نړيوال خبری آژآنس (ايكنا) د يو راپور پراساس، د رهبرۍ سترمقام د غبر ګولی د ۱۵ نیټې پاڅون د هغه ستر غورځڼګ د پيل ټكې وباله چې د ايران د سياسی تاريخ په حساس پړاو كې د خلكو او روحانيت ترمينځ د نه شليدونكی پيوند زمينه جوړونكې شو او همدغه پيوند وو چې د غورځنګ د اوج ، پرمختګ ، غوړيدا او برياليتوب سبب شو .

د ايران په اوسنی تاريخ كې ډير حساس او د بدلانه ټكی ثبت شوی دی، خو د ۱۳۴۲ لمريز كال د غبر ګولی د ۱۵ نیټې پاڅون په دې كې ډير اهميت لر ی .

حضرت امام خمينی رح په ۱۹۶۰ لسيزې كې د باچا رژيم د ظالم او استبدادی حكومت پر ضد خپل سياسی غورځنګ ته عينيت وبخښه اوپه څه د پاسه يوې لسيزې حساس پړاو كې یې له هيواده بهر د جلاوطنۍ په شمول ډيرې سختيانې وزغملې .

خو هغه مهم ټكې چې د رهبرې ستر مقام د برياليتوب د علتونو په بيانولو او د امام راحل د تاريخی حركت نتيجې ته په رسولو كې په ګوته كړ ، د امام خمينی رح په شخصيت كې د دريو مهمو ځانګړنو شتون وو چې په درو اصلونو يعنی په خداې باور ، په خلكو باور او په خپل ځان په باور كې یې ورایښت ومونده او دغو درو باورونو په ډيرو سختو او ګرانو پړاونو كې په مخ په وړاندې حركت كې د امام خمينی رح ملګرتيا كوله .
بالاخره همدغه درې باورونه د ايرانی ملت په وجود كې بنسټيز او د اسلامی انقلاب د برياليتوب په اوږدو كې د ايران د ستر ملت د حركت الهام بخښونكې وګرځيده ، په دې ډول چې نن ايرانې ملت د ذلت او اړوندوالی له پړاوه په تيريدا سره په ځان باوره ، خپلواكه او عزت لرونكې ملت بدل شوې دې او په ډيرو علمی ډګرونو كې د نړۍ د هيوادونو سرخيل دې او د نړۍ د نورو ملتونو لپاره بيلګه بلل كیږی .

تاريخ د دغه حقيقت ګواه دې چې په وروستيو دريو لسيزو سياسی بدلونونو كې د امام خمينی رح سياسی او انقلابی ليدتوګو نه يوازې د ايران د اسلامی انقلاب په برياليتوب بلكې په سيمه كې د اسلامی انقلابونو په حركتونو او اسلامی ویښتيا په پيدا كيدو كې ژور اغيز درلودلې دې ، ځكه چې دغه ستر حركت د سلطې د نظام په وړاندې د خلكو د دريدا له حقيقی مضمونونو ډګ دې او د اسلامی انقلاب لومړنی غوټۍ د غبر ګولی د ۱۵ نیټې په پاڅون كې وغوړيدلې او په هغه حساس پړاو كې یې د سياسی ،او اجتماعی ودې زمينې او د اسلامی انقلاب كلتوری او فكری بنسټونه برابر كړ ل .

د شناندو له نظره د حضرت امام خمينی رح ليدتوګې د ازادۍ ، انسانی كرامت او ظلم او سلطې د نفی په مولفو په تكیې سره په نړۍ كې د ازادۍ او ډيموكراسۍ مدعی نظامونه له چيلنج سره مخامخ كړل او د انقلابی پاڅونونو اساس یې د ملتونو اګاهی وګرځوله .

حقيقت دا دې چې امام خمينی رح اسلامی انقلاب په هغه لاره هدايت كړ چې بيلګه وګرځيده او د دغه ستر حركت اغيزې نه يوازې په خپل وخت كې پاتې شوې بلكې د روحیې ، هيلې او په ځان باور سره د اسلامی ویښتيا د خوځښتونو د دوام سبب شوی دی . امام خمينی رح په دغه الهام بخښونكی انقلابی بهير كې د نظام د روا والی او اقتدار اساس د اسلامی انقلاب د برياليتوب له پيله د ملت رای وګرځوله او دغه اصل یې د نظام د ولسی والی د يوه اساس په توګه بنسټيز كړ چې نن سبا د خپل برخليك په ټاكلو كې د خلكو د حاكميت په توګه يادیږی .

حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای ويناوې په دغه مهم ټكی يو ځل بيا ټينګار دې چې ايران ملت نن د غليمانو له ګواښونو او بايكاټونو سره سره د امام راحل په هماغه باورونو او اصولو ته په پايبندۍ سره چې د ظلم په وړاندې په مقاومت ، د خپلو او د فلسطين د مظلوم ملت او د نړۍ د مسلمانانو په ملاتړ كې ورایښت موندلې دې ، د پرمختګ او لوړاوی په لړ كې خپلې روښانه لارې ته په میړانې ، پريكند والی او استقامت سره دوام وركوی .
1238504

captcha