د ايران د قرآن نړيوال خبری آژآنس (ايكنا) د يو راپور پراساس، په دې مراسمو كې په ميلونونو خلكو برخه اخيستې تر څو د هغه حضرت ارزښتمنو او د بشريت ناجی آيديالونو او ارمانونو ته خپله ژمنتيا تازه كړی
په دې مراسمو كې ګڼو بهرنيو ميلمنو هم برخه اخيستې او ټاكل شوې د انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی خامنه ايی هم غوڼدې ته وينا وكړی
د غوندې سر پرست محمد ناصر حقيقت وويل د بهرنيو رسنيو ۸۰ خبريالان دې غونډې ته خبری پوښښ وركوی .
په دې غوڼده كې دامريكا برتانېې فرانسې چين كویټ تركېې جاپان روسېې جرمنی عراق اماراتو قطر فلسطين افغانستان او لبنان خبريالان هم شتون لری.
د افغانستان په پلازمينه كابل كې هم د امام خمينی د نهضت او آیډيالانو په اړه غونډه د سلګونو كار پوهانو شخصيتونو خبريالانو او خلكو په شتون كې جوړه شوه .
دا غونډه د افغانستان دشيعه علماوو د شورا له لوری را غوښتل شوې وه او د دې هيواد سترو شيعه عالمانو لكه آيت الله اكبری ، آيت الله صالحی ، مولوی حسام او قربانعلی عرفانی د غوندې ګډوالو ته د امام خمينی د شخصيت په اړه ويناوې وكړې .
همداراز د افغانستان په بلخ ولايت كې د سلطانيه په عليمه مدرسه كې د امام خمينی ره د ملكوتی ارتحال د ۲۴ م تلين په مناسبت غونډه جوړه شو ېده
همداراز په پاكستان كې هم د امام خمينی ره د ۲۴ تلين په مناسبت غوندې جوړې شوې او يوه پاكستانی كار پيژاندی له ايرنا سره په مركه كې امام خمينی د اسلامی امت د يوالی او وحدت واقعی سمبول وباله .
فرحان بخاری امام خمينی د نړۍ د تاريخ تل پاتې څيره وبلله او زياته ېې كړه هغوی د امريكا لاس پوڅئ حكومت رانسكور كړ نو ځكه ېې څيرّه په ټوله نړۍ كې د درناوی او احترام وړ يوه كس په توګه پاې شوې ده .
1238506