IQNA

ايت الله خامنه ای: د خلكو رایې يو آمانت او له حقوقو الناس څخه دی

11:15 - June 14, 2013
د خبر لمبر: 2546786
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود نن د تيرو ټاكنو په څير د رايو اچولو د پيل په لومړيو شيبو كښې په تهران كښې د رايو وركولو په يوه حوزه كښې خپله رايه واچوله او په ټاكنو كښې یې د ايران د ملت د بيلا بيلو پرګنو پراخ شتون ،د راحل امام او اسلامی جمهوری نظام ایډيالونو ته د وفادارۍ نښه او د خاكو او نظام لپاره د بركت،نيكمرغۍ او هوساينې لامل وبلله .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا ديوراپور پراساس، ايت الله خامنه ای زياته كړه د الله تعالی ستاينه كووو چې مونږ او زمونږ خوږ ملت ته یې د دې وس راكړ چې يو ځل بيا په هغه حركت كښې چې د هيواد په برخليك كښې مهم دی ګډون وكړو،او هيله من يم د ايران ملت د ولسمشرۍ او د كليو او ښارونو د شورا ګانو لپاره له كانديدانو اصلح كسان وټاكی .

د رهبرۍ ستر مقام د صندوقونو او د رايو شميرونكو ته سپارښتنه وكړه، د خلكو د رايو په ساتلو كښې چې يو آمانت دی ډيرې هڅې وكړی ،څو د چا حق پايمال نه شی.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود په ټاكنو د نه ګډون لپاره په ايرانيانو كښې د بد بينی د پيداكولولپاره د دښمنانو د هڅو په باب زياته كړه دغه هڅې نه يوازې د معاندانو په رسنو ،بلكه د ايران د ملت د بدغواړو هيوادونو د مسؤلانو په څرګندونو كښې ډير ښه هم ليدل كیږی ،خو د ايران ملت به د تير په څير په حماسی او پراخ شتون سره د نظام د بدغواړو دسيسې شنډی كړی .
د ايران د نظام د مصلحت پيژوندونكې ټولنې مشر آيت الله اكبر هاشمی رفسنجانی هم د رايی له وركولو وروسته وويل، ملی انسجام د دښمنانو په وړاندې د ايران د ملت د بريالی توب راز دی ،چې د ستونزو د ختمولو لپاره زمينې برابروی او له درز اچولو بايد ډډه وشی .
دا په داسی حال كښې دی،چې د ايران د كورنيو چارو مصطفی محمد نجار بیګا د ايران له دوهم ټيليويژنی چينل سره په خبرو كې دايران دولسمشرۍ او دښارونو اوكلو د انتخاباتو ترسره كيدا ته په اشارې سره وويل په درست ايران كې درايو اخستو لپاره شپيته زره حوزې منظمې شوی او درايو صندوقونو شمير هم ددوو انتخاباتو يووخت وا لی ته په پام سره له يو لك ۲۵زرو څخه يو لك ۳۰ زرو ته زيات شوی دی
هغه وويل په دغو انتخاباتو كې به پنځوس مليون دوه لكه درې اتيا زره او ۱۹۲ رائ ور كونكی كسان برخه ا خلی چې په دوی كې كابو يو ميليون او ۳۸زره داسې كسان دی چې دلومړی ځل لپاره رائ وركوی او په هغو كې دوه لكه ۳۶ زره او ۴۳۸هلكان او اوه لكه نهه نوی زره او ۵۶۲ جينۍ شاملې دی.
هغه وويل د خلكو لخوا به د رايو وركول چې د سهار له اتو بجو پيل شوی د مازیګر تر شپږو دوام ولری او كه اړتياوه د قانون له مخې به د رايو وركولو موده تمديد شی .
د هغه په وينا د رايو شمير د رايو وركوونكو څخه د رايو د شعبو له خالی كيدو سمدستې وروسته پيلیږی او هڅه كیږی په لنډه موده كښې یې پايلې اعلان شی .
د ولسمشرۍ د ټاكنو شپږو كانديدانوهر يو محمد غرضی،حسن روحانی،علی اكبر ولايتی،سعيد جليلی،محمد باقر قاليباف،او محسن رضايی او همدغه راز هغو دوو كانديدانو چې د ټاكنو د سياليو له ډګره وتې ؤ محمد رضا عارف او حداد عادل هم خپلی رايی صندوقونو ته واچولی .
په ايران كښې په روانو ټاكنو كښې د خلكو ګډون خورا پراخ دی او مخكې له دې چې د رايو اخيستلو حوزی پرانيستل شی،خلك په صفونو كښې ولاړ ؤ او په دې اړه يو خبر دا چې د ايران پا سوج كښې يو ۹۳ كلن بوډا د كورنۍ له ۱۲۰ غړو سره يوځای رايه وركړه.
په چين، جنوبی كوريا او شمالی كوريا ،جاپان ، هندوستان ،آذربايجان ،قرقيزستان په شمول بيلا بيلو هيوادونو كښې هم په ځايی وخت د سهار اته بجې د ايران په سفارت او قونصلګريو كښې د ميشتو ايرانيانو لخوا د رايو اچونې پيل شوی دی .
همدغه راز په كوادور ، كلمبيا، ونزوئلا ، برزيل ، بوليوی، شيلی و اروگوئه په شمول د لاتينی آمريكا په لسو هيوادونو كښې به په ځايی وخت كښې به هم دغه رايه اچونه پيل شی .
په شمالی آمريكاكښې د كاناډايانو د كارړنګونو په دليل په ټاكنو كښې د خلكو د ګډون مخنيوی وشو ،خو په آمريكا او مكزيك كښې ترسره كیږی .
د ايران ننيو ټاكنو ته ۴۳۱ بهرنې خبريالان پوښښ وركوی .
د ولسمشر غوره كيدل نيمايی جمع يوی رايی ته اړتيا لری او كه كوم كانديدا دغه رايه ترلاسه نكړه نو دوهم ځلې ټاكنې ترسره كیږی،چې په دې بڼه كښې به د قانون له مخې يوه اونئ وروسته د جوزا په ۳۱ دغه ټاكنې ترسره شی .
1242346

captcha