IQNA

علی لاريجانی: پارليمانونه دې خپل حكومتونه اين پی ټی تړون منلو ته پابند كړی

19:54 - October 09, 2013
د خبر لمبر: 2601965
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی بیګا د سويس په جينوا كې د نړۍ د پارليمانونو د ټولنې د مشرانو په غونډې كې پخپلې وينا كې د دې خبرې په كولو سره چې زياتره پارليمانونه پخپلو هيوادونو كې له قدرته برخمن نه دی ټينګار وكړ، دنړيوالوې ټولنې په توګه د دغې ټولنې پارليمانونه بايد اين پی ټی تړون تصويب كړی.
د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د ايران د پارليمان مشر زياته كړه پارليمانونه بايددخپلوهيوادونو حكومتونه د اين پی ټی تړون منلو ته پابند كړی اوكه هيوادونه ئې ایټمی وسلې لری نو بايد ددغه تړون په اساس ئې دایټمی انرژۍ دنړيوال آژانس په قانونی مرستو سره په ټاكلی نیټې تباه كړی

ډاكټر لاريجانی ډل وژونكی وسلې ،ترهه ګری ،افراط پالنه او فرقه پال او دينی شخړې او جنګونه چې صهونيسټ رژيم ،ځينی قدرتونه او سيمه ايز هيوادونه ئې ملاتړ كوی ، د نفسياتی ناكراريو رامينځة كول او د دوه ګوڼو معيارونو د تفكر دودول او وخت په وخت له نړيوالو اورګانونو آوزاری استفاده په نړۍ كې د ناكراريو او بې ثباتيو څلور اصلی عوامل وبلل.
د ايران د اسلامی شورا مشر زياته كړه سره له دې چې په هيروشيما او ناګاساكی د لومړنيو ایټم بمونو څخه د استفادې له وخته څه د پاسه پنځه شپيته كلونه تيریږی ،خو هماغه راز ليدل كیږی د دغو وسلو د لرونكو هيوادونو په سلاكوټونو كې په زرګونو ایټمی خولۍ بيا نوی كیږی او كله كله د ټيكنالوجۍ په ماډرن كولو سره ورځينی په وروستيو جنګونو كې استفاده هم شوې ده. ښاغلی ډاكټر لاريجانی له سلګونو ایټمی خوليو داسرئيلو برخمنيدا او له دغه تيریګر رژيمه دقدرتمنو هيوادونو ملاتړ ته په اشارې سره وويل دا په داسې حال كې دی چې دغه قدرتونه له كيميائی وسلو څخه دسورئې دحكومت داستفادې داحتمال په باب شوراو غوغا جوړه كړې او په پوځی حملې ئې ګواښلی چې بلاخره هم دهغو اطلاعاتو په اساس چې د روسیې خارجه وزير په همدا روستيو كې اعلان كړی دی مشخصه شوې په سورئې كې ترهه ګر كيميائی وسلې لری ، دغو ترهه ګرو ته دغه وسلې چا وركړې ؟ د ايران د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی په سورئې كې دترهه ګرو علمياتو دوام ته په اشارې سره ګواښ وكړ كه ترهه ګرنوره هم زيات شی ،نو په دومره آسانۍ سره نشی ځپل كيدلی لكه څنګه چې ناټو موسيسې په افغانستان كې له يولسو كلوو وروسته هم دغه ډول كار ونكړائ شو .
ډاكټر لاريجانی د ايران په ضد د امريكايانو پرله پسې پوځی ګواښونو ته په اشارې سره وويل نه امريكاپه ايران د حملې جراءت لری او نه هم د ايران ملت دغو ګواښونو ته كوم اهمیّت وركوی، خو هغه كسان چې د ګواښ ژبه كاروی د نفسياتی ناكراريو د رامينځة كولو نیّت لری.
1300601
captcha