د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، چې له الاهرام له اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې د خانه كعبی پرده هر كال د حج په شپو ورځې كې د عرفی په ورځ بدلیږی او نوې پرده ورته اچولې شی او دا پرده د ټوټو كولو نه پس د اسلامی نړۍ لوړۍ شخصيتونو ته ډالۍ كیږی.
ټاكلې شوی چې سبا هم د خانه كعبی نوې پرده د بيت الله الحرام د زوارانو په شتون سره په دې سپیڅلی ځای كې بدلیږی دا توره پرده ده چې خالص پشم نه جوړه شوی ده.
د دې پردې د جوړولو كارخانی مشر ښاغلی محمد بنعبدالله باجودة، څرګنده كړه چې سږ كال د دې پردې په جوړولو باندې يو كروړ شل لاكهه رياله خرچه شوی ده او په دې پردې 670 كيلو پشم چې له ايتاليا او سويزرلينډ څخه راوړی شوی وو، استعمال شوی دی.
په دې پردې باندې دا جملی هم ليكلی شوی دی «لا إله إلا الله محمد رسولالله»، «الله جل جلاله»، «سبحانالله و بحمده سبحان الله العظيم» او «يا حنان يا منان» او د دې پردې اوږدوالې څوارلس میټره دی.
1302390