د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پرا ساس، چې له شام سركاری خبری اژانس سانا یې نقلوی چې د شام ولسمشر ښاغلی بشارالاسد په سوريه او مصر كښې دننه له ځينو ترهګرو ډلو څخه د صهيونيسټی رژيم مالی او تسليحاتی حمايت ته په اشارې سره وويل: د مصر او سوریې پوځونه له صهيونسټی رژيم سره د ۱۹۷۳كال د اكتوبر په جنګ كښې له برياليتوب نه د څلویښتو كالو له تيريدو وروسته د مصر او سوريه پوځونه اوس هم له يو ګډ دښمن سره جنګیږی خو دا ځل جنګ، د دواړو هيوادونو په دننه كښې روان دی.
بشارالاسد زياته كړه: نن سبا د ځينو هيوادونو او كسانو خيانت په ډګه شوی دی.
د سوریې ولسمشر هم دا شان په دمشق كښې (د مقاومت د ملاتړې اسلامی او عربی ټولګې) د پلاوی په كتنه كښې د عربی او اسلامی امت پرخلاف د پرديو له طرحې سره په مقابله كښې د فكری پایښت په اهميت ټينګار وكړ او وې ويل: پوهان او ملی غونډې د مقاومت د تفكر او د اسلامی او عربی هويت د يووالی په ټينګښت كښې يو مهم رول لوبوی.
د دغه پلاوی غړيو هم اعلان وكړ چې اوس وخت رارسيدلی چې ټول عرب او اسلامی ولسونه د دغه پایښت د پياوړتيا لپاره چې كاميابونكی دی، پرخپل مسئوليت عمل وكړی.
1302345