IQNA

مولانا موحدی: حج د مسلمانانو د يوالې لپاره غوره فرصت دی

13:34 - October 16, 2013
د خبر لمبر: 2604678
سياسی ډله: د اسلامی ايران په پلازمينې تهران كښې د لوی اختر لمونځ د تهران د جمعې لمانځه د موقته امام ايت الله محمد علی موحدی كرمانی په امامت سره په تهران پوهنتون كښې وشو .
د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه موقته خطيب محمد علی موحدی د لوی اختر د لمانځه په دستورو كښې وويل د حج په دستورو كښې د ټولو اسلامی فرقو پيروان ګډون كوی او بايد دامت واحده په راغونډيدا سره په اوسنی وخت كښې دمسلمانو ټولنې په مسايلو او مشكلاتو غور وشی .
ښاغلی مولانا موحدی كرمانی وويل مسلمانان بايد په حج كښې د عراق ، سوریې، فلسطين، افغانستان او د پاكستان د خلكو د مشكلاتو او مصيبتونو او د نورو مسلمانو سيمو د مشكلاتو په هكله حساس ووسی او خبرې وكړی او چاره ولټوی .
لوی اختر يا د قربانۍ عيد د مسلمانانو ترټولو ستر اختر دی چې له خدای پاك ج څخه دحضرت ابراهيم عليه السلام او دهغه دزوی حضرت اسماعيل عليه السلام د فرمانبردارۍ ديادولو په توګه هركال په ذی الحجه مياشت كښې د جشن په ترسره كيدا او دڅارويو په حلالولو سره لمانځل كیږی .
د څارويو حلالول د مسلمانانو د حج يو واجب عمل دی خو په ټوله اسلامی نړۍ كښې ډير مسلمانان هم د لوی اختر په ورځ د پسونو، غواګانو، او اوښانو په حلالولو سره غوښې په بې وزله خلكو ويشی .
د ايران داسلامی جمهوريت د د قران نړيوالې ادارې ايكنا د پشتو مترجمين او ټول كاركونكی تاسو ټولو ګرانو دوستانو ته د لوی اختر په مناسبت د زړه له كومې مباركی وايی .
1303958
captcha