IQNA

تمرد غورځنګ د دويم پروګرام په توګه (د ولسی مشرانو پلازمينه) په نوم مظاهرو خبر وركړ

19:25 - October 21, 2013
د خبر لمبر: 2606685
نړيواله ډله: د بحرين د تمرد غورځنګ وياند حسين يوسف د روان كال د آګست د ۱۴نیټې د بلنې په ځواب كښې د دغه هيواد د خلكو پراخې مظاهرې د آل خليفه د رژيم د پرزيدو لپاره يوه پيلامه وبلله او د دغه غورځنګ د دويم پروګرام په توګه یې (د ولسی مشرانو پلازمينه) په نوم مظاهرو خبر وركړ.
د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مركز العهد یې نقلوی چې د بحرين د تمرد غورځنګ وياند ښاغلی حسن يوسف په دې بيان سره چې د آل خليفه رژيم د بيان د آزادۍ حق په رسميت نه پيژنی، زياته كړه: په ټولو نړيوالو قوانينو كښې د بيان د آزادۍ جايزوالی ته په پام سره به دغه غورځنګ د آل خليفه په قوانينو هیڅ كله پايبند پاتې نشی.
د تمرد غورځنګ وياند له جنوبی كوريا څخه د ځانګړو پوځی وسلو د واردولو لپاره د آل خليفه فيصلې ته په اشارې سره له دغه هيواده وغوښتل چې د بحرين د آزادی غوښتونكو خلكو د ځپنې په بيه په خپل تجارت سره دې له آل خليفه سره مرسته ونكړی.
د ويلو ده چې د بحرين د كورنيو چارو وزارت په دې وروستيو كښې له جنوبی كوريا سره د اوښكی بيونكی ګيس د شپاړس لكو ګوليو او د مظاهره چيانو د ځپلو لپاره د ۹۰زره ځانګړو لاسی بمونو د پيرودلو يو تړون لاسليك كړی دی.
له بلې خوا د صوت المنامه په نامه د بحرين د يو ويب سایټ د رپورټ له مخې د آل خليفه امنيتی ځواكونو پرون په شكمن ډول د وژل شوی شل كلن بحرينی ځوان حسين مهدی حبيب د جنازې په مراسمو كښې د بحرين د ستره سيمې په اوسيدونكو باندې د اوښكی بيونكی ګيس په پاشلو سره له هغو نه يوشمير كسان ژوبل كړل.
جنازه كونكو د بحرين د وژل شوی ځلمې د انځورونو په اوچتولو سره د حكومت خلاف شعارونه وركړل او اعلان یې وكړ چې د آل خليفه رژيم د بحرين د خلكو د ولسی انقلاب له پيليدو راهسې د لسګونو اعتراض كونكو د وژل كيدو مسئول دی.
1305642
captcha