د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، چې له قم څانګې یې نقلوی چې د ايران د تقليد يوه ستر مرجع ايت الله ناصر مكارم شيرازی د قم په اعظم جومات كښې د نيكمرغه غدير اختر د جشن په دستورو كښې وويل د غدير خم پیښه نا انكاريدونكی ده او دښمانان په چټی پلمو سره ونه توانيدل چې له دغه سترې پیښې انكار وكړی.
ښاغلی ايت الله مكارم شيرازی د ولايت په باره كښې د قران كريم د ايتونو په بيانولو سره وويل خدای پاك جل جلاله د قران كريم په مائده سوریې كښې د اسلام ګران پيغمبر حضرت رسول اكرم صلی الله عليه واله ته په خطاب كښې فرمايی هغه څه چې په تا نازل شوی دی تبليغ كړه په داسې حال كښې چې د دين ټول احكام تر هغه وخته خلكو ته رسول شوی وو او يوازې د ولايت مسله پاتې وه.
د ايران د تقليد دغه ستر مرجع او مجتهد په دنيا كښې د شيعه مسلمانانو پرضد پراخو پروپاګنډو او تبليغاتو ته په اشارې سره وويل سعودی عربستان د حج په مراسمو كښې د خدای كور په حاجيانو د شيعه مسلمانانو پر ضد څه د پاسه شپيته (۶۰) لكه كتابونه ويشلی دی او دا د شيعه مسلمانانو پر ضد د تبليغاتو يوه برخه ده ځكه چې هغوې په دنيا كښې د شيعه مسلمانانو له نفوذ ډك منطق څخه ويریږی له دې كبله په دروغو او تهمت سره د شيعه افكارو د خپريدا د مخنينوی اراده لری.
نن د ۱۴۳۴ هجری قمری كال د ذی الحجې د مياشتې اتلسمه(۱۸) نیټه ده چې د مسلمانانو له يوه(۱) ستر اختر غدير سره سمون خوری .
غدير خم د مكې او مدينې ترمينځ يوه سيمه ده چيرې چې د اسلام ګران پيغمبر حضرت رسول اكرم صلی الله عليه و اله و سلم په اخری حج كښې د دنيا د شيعه مسلمانانو لومړی امام حضرت امام علی عليه السلام له ځانه وروسته خپلی ولی او ځای ناستی اعلان كړ .
1306945