IQNA

كاظم صديقی: اسلامی ايران د ټولو هيوادونو د ایټمی وسلو پر تباه كولو ټينګار كوی

16:40 - October 25, 2013
د خبر لمبر: 2608057
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجةالاسلام كاظم صديقی ايران او ۵+۱ ډلې د خبرو اترو نوی پړاؤ ته په اشارې سره زياته كړې اسلامی ايران د ایټمی فعاليتونوله هماغه پيله د شفافيت په اساس عمل كړی دی او داسې كوم اقدام چې د نړيوالې ټولنې د امنيت خنډ شی نه دی ترسره كړی.
د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، دجمعې لمانځه خطيب حجةالاسلام كاظم صديقی په دې خبرې سره چې لودیځ بايد په خبرواترو كې په باورجوړونې پسې شی روښانه كړه اسلامی ايران په خبرواترو كې ښودلې ده په عقلانيت تيكه لری .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب په دې خبرې پّه ټينګار سره چې د يورانيمو پخول د ايران مسلم حق دی او دطبی ،صنعتی او كرهڼيزو اړتياؤ دپوره كولو لپاره له ایټمی ټيكنالوجۍ استفاده دهيواد په پراختيا كې مهم رول لری وويل دايران ټول ایټمی فعاليتونه دتير وخت په شان د ایټمی انرژۍ د نړيوال آژانس د پلټونكو تر كنټرول او څارنې لاندې دی.
ښاغلی كاظم صديقی هم دا راز د لويدیځی هيوادونو كې د لانجمنو اقتصادی شرطونو او له اسلامی ايران سره معادلاتو ته د ډيرو هيوادونو اړتياؤ په يادونې سره وويل ايران په خبرو اترو كې په كمزوری او منزوی دریځونو سره ګډون نه كوی او لويدیځی هيوادونه بايد د ايران په ضد غيرمنطقی او ظالمانه بنديزونه چې د قانونی، عاطفی او عرفی اساس نه لری لغوه كړی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ښاغلی صديقی په دوام كې په عراق كې دترهه ګرو پیښو په محكوم كولو سره وويل په دغه هيواد كې ترهه اقدامات په داسې حال كې دوام لری چې دمستكبرانو دملاتړ په لاره كې نړيوال اورګانونه هیڅ ډول عملی اقدامات نه كوی.
1307541
captcha