قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د حسینی مقدس آستان دارالقرآن اطلاع ورکوونکې اداره نه په نقل، د دې طرحه ړومبۍ قرآنی محفل به ۳ آذر ماه باندې د کربلا جامع جومات الام المهدی کښې د قرآنی انجمن(الحر) له اړخه د الحر الصغیر په سیمه کښې پیل کېږی.
د امام حسین علیه السلام د مقدس استانې دارالقرآن او تبلیغاتو اداره مشر عمار الخزاعی په دې اړه ؤ ویل: د دې طرحه اجرا کښې به روزانه او یا به هفته کښې دوه قرآنی محفلونه د کربلا مقدس استانې لوی جوماتونو کښې پیل کېږې.
د عراق مشهور قاری او د دې طرحه څارونکې رسول العامری د دې به اړه ؤ ویل: د حسینی مقدس آستان دارالقرآن په دې طریقه غواړې چې د کربلا ټول قاریان او حافظان چې د دې انجمن غړی دې یو ځې ته راټول کړی.
د دې طرحه ړومبنۍ محفل د پیر په ورځ د ماښام او ماخستن له لمونځ نه د عراق مشهور قاری محمد عاشور ښکلې تلاوت سره د کربلا الحر الصغیر سیمې الامام المهدی جومات کښې پیل کېږی. او له دې نه پس به د کربلا او د دې انجمن نور قاریان او حافظان د قرآن تلاوت کوی او په اخیره کښې به په دې قرآنی محفل کښې ګډون کوونکو ته تحفه ډالی کېږی.
http://iqna.ir/fa/News/2612082