IQNA

د اسلامی تاریخ په اوږدو کښې لوی د جمعې لمونځ د نجف او کربلا په لار

11:33 - December 14, 2014
د خبر لمبر: 2618079
نړیواله ډله: د اسلامی تاریخ په اوږدو کښې د اربعین حسینی زائرانو د نجف او کربلا د لار ترمنځه ادا کړو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، المیزاب خبرې اداره نه په نقل، د ظهر او عصر د جمعې لمونځ د اربعین حسینی ملیونې زائرانو په شتون کښې د کربلا او نجف د لارې ترمنځه ادا شو، دا لمونځ د اسلامی تاریخ په اوږدو کښې لوی د جمعې لمونځ وو.

دا کار د نجف اشرف د مراجع په مرسته او د نجف د حوزه فضلا، عالمانو او استادانو په شتون او شرکت سره پیل شو.

اطلاع ورکوونکې مشر اعلان کړی: دا لمونځ د هیڅ یو سازمان له اړخه نه وو، بلکې دا د مراجع او استادانو په غوښتنه سره ترسره شوی.

د دې جمعې لمونځ یو ځانګړیتیا، چې په دې کښې د نړۍ ۳۰ هیوادنو خلکو چې زیات له ایرانی اتباع خارجه نه راغلې شامل وو.

د دې جمعې لمونځ اوږد والې تقریباْ ۳۰ کلومېټره او ستون یی ۱۹۶ نه تر ۴۵۰ پوری وو.

دا لمونځ له نجف حوزه له اړخه پیل شو چې په یو وخت کښې ژوندی توګه باندې له لس ټی وی چینلو نه خپور شو.

د دې لمونځ فلمبرداری د هیلی کاپټر نه اخیستلې شوې، او په ټوله لار کښې اوچت غږیز او ماشینونه لږېدلې وو، چې شرکت کوونکې زائران به یی دې عبادی او سیاسی مراسمو کښې شرکت کولو لپاره تشویق کول او ورته دعوت ورکولو، او په فارسی، عربی او انګلیسې ژبه کښې به یی دې لمونځ کښې ګډون کولو غوښتنه کوله، له دې لمونځ کولو لپاره د امام باړه او د خلکو له اړخه ټول انتظامات له مخکښې نه شوی وو.

د دې اوچت غږیز نه به تبلیغی پیغامونه خپرېدل چې عزادارانو نه په کښې غوښتنه کېده چې د تکفیرانو او وهابیانو د دروغو چې شیعه لمونځ ته اهمیت نه ورکوې سره مقابله وکړی او په دې لمونځ کښې ګډون سره دا دروغ یی څرګنده کړی، او نن د هغوی دروغ څرګنده کړی.

http://iqna.ir/fa/News/2617380

captcha