ایران کښې د آیسسکو دفتر مشرعباس صدری قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) مرکه کښې د مسلمان محصلانو تر منځه د قرآن نړیواله مقابلې ته اشاره سره دا مقابلې یو لوی او اثر کوونکې حرکت وبللو او وې ویل: دا رنګه مقابلې کول یو لوی کار دی چې د هر قسمه ادارو او موسسو نه مختلف قسمه حمایت کولو ته اړتیا لری.
هغه دې ته اشاره سره چې دا مقابلې به د قرآن کلتور خپروونکې وې زیاته کړه: له دې نه ډېر خوشحاله یم چې د نړۍ د مختلفو هیوادونو ځوانان قرآن ته مخه کوی، دا رنګه مقابلې پیل کولو سره جمهوری اسلامی ایران د نړۍ په مختلفو هیوادونو کښې د محصلانو ترمنځه د قرآن کلتور خپرولو غږیز دی.
ایران کښې د آیسسکو دفتر مشر پر دې تاکید سره چې په دې مقابلو کښې ګډون کوونکې هر کس دا ظرفیت لری چې د ایران د سفیر په توګه خپل هیواد کښې فعالیت وکړی، څرګنده کړه: دا مقابلې به زما په خیال راروان کال به دا رنګه فعالیتونه نور هم زیات شی او په مختلفو برخو کښې به مختلف فعالیتونه را منځ ته کړی.
صدری دې ته اشاره سره چې د دې مقابلو نه پس یو د فعالیتونو یوه محدوده وخت پوری دوره په کار ده وکړو څرګنده کړه: دا رنګه مقابلو سره جمهوری اسلامی کولی شی د مسلمانانو محصلانو ستونزو ته په مختلفو هیوادونو کښې ځواب ورکړی. لکه څنګه چې دا کار اوس هم کوی.
هغه زیاته کړه: تر اوسه چې کوم کوښښ ما د دې مقابلو پیل کولو لپاره ولیدو ډېر د تقدیر ځې دی او ډېر کم مې داسې فعالیتونه د یو پروګرام لپاره زما تر نظر تېر شوی. د آیسسکو سازمان چې غواړی د هیوادنو ترمنځه د اړیکو لپاره کار وکړی خپل کوښښ کوی، او مونږ ډېر زیات په دارنګه اثر کوونکې او مرسته کوونکې پروګرامونو باندې فخر کوو.
ایران کښې د آیسسکو دفتر مشر زیاته کړه: د مقابلو په دې دوره کښې زیات شرکت کوونکې معنوی څیزونه پسی ګرځې. او دا رنګه مختلفو غونډو کښې چې تر اوسه پیل شوی په هغې کښې ګډون کوونکې په دې مقابلو کښې شرکت لپاره دعوت کړی، چې دا مقابلې نور هم زیات خیسته او ښکلې پیل شی، هغه یوه غونډه چې په هغې کښې مونږ دې مقابلو کښې ګډون کولو لپاره زیات کار کړی د روزنې او ښودنې وزارت غونډه وه البته د اسلامی کلتور او لار ښوونکې لوی ښودنو وزارت غونډه هم پیل کېږی چې په کار دی د مسلمانانو محصلانو قرآنی نړیواله مقابلې هلته هم په ښه ډول سره تبلیغ شی.
صدری په ادامه کښې دا مقابلې د نړۍ په توګه معرفی کولو ته اشاره سره ؤ ویل: البته دا مقابلې یو ښه پیژندګولی لری او د دې مقابلو لپاره ښه کارونه تر اوسه شوی خو ولی دا له دې نه زیات کارونو ته اړتیا لری، تر دې چې دا مقابلې په ښه توګه معرفی شی، قرآنی کلتور خپرول یو جهاد دی چې مونږ ټول په کار دې پرې عمل وکړو او مونږ په کار دې په دې لاره کښې د هیڅ قسمه لټ توب ؤ نکړو.
هغه زیاته کړه هغه پیغام چې د آیسسکو له مشر نه ترلاسه شوی په کې ویلې دې: د مقابلو په هر دوره کښې د دې سازمان د مشر له اړخه به یوه وینا خپرېږی، چې په هغې کښې به دارنګه مقابلو نه حمایت کېږی، دا پیغام به غړو ته رسی، چې د ټولو غړو نظر پرې واخیستلې شی، او اخیرنی نظر به هم د آیسسکو سازمان مشر له اړخه څرګنده کېږی.
ایران کښې د آیسسکو دفتر مشر د دې مقابلو مالی مرسته کولو په حقله هم خپل نظر څرګنده کړو: په تېرو دورو کښې به دا رنګه مقابلو نه مالی او مادی حمایت کېدلو خو ولی دې کال دا سازمان دارنګه هیڅ پروګرام نه لری او لکه څرنګه چې مو ؤ ویل چې دې کال دې مقابلو نه زمونږ حمایت معنوی دی.
صدری دې تاکید سره چې ډېر درخواستونه ترلاسه شوی، ؤ ویل: د آیسسکو د دې مقابلو پیل کولو کښې د ګډون په حقله ترمنځه ډېری لیکنې شوی، مونږ به خپل مالی او مادی شرکت لپاره هم کوښښ کوو. هغه د مسلمان محصلانو قرآنی نړیواله مقابلې یواځې هم د قرآن مقابلې وګڼلې چې دا سازمان ورسره په کې مرسته کوی او زیاته یی کړه: البته مونږ د قرآن کلتور خپرولو او قرآنی مدرسې جوړولو به حقله ممکنه ده ځینې هیوادونو سره مرسته وکړو خو ولې د مقابلو په حقله یواځې هم دا مقابلې دی چې مونږ یی په پیل کولو کښې مرسته کوو.
ایران کښې د آیسسکو دفتر مشر په آخره کښې جمهوری اسلامی نه د ټولو حمایت باندې تاکید او ګډون سره ؤ ویل: دارنګه مقابلې په کار دې ټولو برخو ته شامل وی او له دې نه زیات نور هم د دې مقابلو ځې او قضاوت ښه کولو لپاره په کار دې زیات نه زیات خوارې وکړو، مونږ خپل ټول کوښښ په دې لاره کښې کړی او کوو.
http://www.iqna.ir/fa/News/2620481