IQNA

د کویټی امام جمعه:

په دښمنانو باندې بریالی لپاره تر ټولو غوره لاره د اهلبیتو علیهم السلام سره تړون دی

3:11 - December 25, 2014
د خبر لمبر: 2626637
خارجی څانګه: د پاکستان د کویټه ښار امام جمعه د دښمنانو توطئه په مقابله لپاره د ځوانانو ویښتیا باندې تاکید کړی او د دې توطئه مقابلو لپاره یی د بریالی او مسلمانانو د کامیابی لار اهلبیتو علیهم السلام سره تړون او د هغوی نه مرسته غوښتنه ټاکلی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) د غربی آسیا څانګه، د کویټی ښار امام باړه سید آباد کښې د امام حسن مجتبی او د امام علی رضا علیهم السلام د شهادت مراسم چې د دغې سیمه ځوانانو په مرسته پیل شول حجت الاسلام سید هاشم موسوی په کښې د دواړو امامانو فضایل، مناقب او پېښو مسئلو باندې خبرې اترې وکړی.

د کویټی امام جمعه د اسلام د دښمنانو توطئه په مقابله کښې د ځوانانو ویښتیا باندې ټینګار وکړو او له دې نه نجات موندلو او د مسلمانانو د بریالی لپاره یی د اهلبیت علیهم السلام سره تړون تر ټولو غوره لار وټاکله.

مرثیه لوستل، نوحه ویل او لاریون د دې مراسمو نور پروګرامونه وو دا مراسم دوه شپې پیل شو.

د راپور له مخې، د پاکستان شیعه یانو له اړخه د پیغمبر صلی الله علیه و آله د رحلت او د امام حسن مجتبی او امام علی رضا علیهم السلام د شهادت په ورځې د ویر او ماتم مراسم د پاکستان په مختلفو ځینو کښې پیل کېږی.

http://iqna.ir/fa/inter/News/2625338

captcha