IQNA

د ایران کلتوری ادارو د هیواد نه بهر پروګرامونه پیل کړل:

د پیغمبر صلی الله علیه و آله د رحلت او د امام حسن او امام رضا علیهم السلام د شهادت مراسم

0:52 - December 26, 2014
د خبر لمبر: 2628741
بهرنی څانګه: د ایران کلتوری ادارو بهرنی هیوادنو کښې د پیغمبر صلی الله علیه و آله د رحلت او د امام حسن او امام رضا علیهم السلام د شهادت سالګرې په مناسبت د ماتم او ویر مراسم پیل کړل.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د اسلامی کلتور او اړیکو سازمان اطلاع رسوونکې او عمومی اړیکو اداره نه په نقل دا مراسم په لاندې هیوادونو کښې پیل شو.

دهلی نو هند

د صفر د میاشته اخیرنی لسیزه را تللو سره د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله او د هغوی مبارکو زړه ته نږدې لمسو حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام او د امام علی رضا علیه السلام د ماتم او ویر مراسم د جمهوری اسلامی ایران کلتوری اداره له اړخه په دهلی نو کښې پنځه ورځې پیل شول.

دا مراسم د کار پوهاندو مجلس غړی او د بندر عباس امام جمعه آیت الله نعیم آبادی، هندوستان کښې د ولی فقیه غړی، او د ایرانی ادارو مشرانو، محصلانو او ایرانی کورنو په شتون کښې د شپه ۸ بجو نه د زیارت او دوعاګانې لوستلو سره شروع شول او ادامه کښې یی حضرت آیة الله نعیم آبادی ویناوو سره پیل شول.

هغه د اسلامی مفاهمو په ولسو کښې غلط  معنا خپرېدلو ته اشاره سره ؤ ویل: دا معنی په کار دې د اهلبیتو علیهم السلام ویناوو سره سمې کړو تر دې چې سمه لار تر لاسه کړو او د ولسو ستونزې حل کړو که ؤ ویلې شی چې ولې زمونږ ټولنه د مختلفو مسئلو سره مخامخ ده نو دا سوال مونږ ته را ګرځې نه زمونږ دین ته.

د کار پوهاندو مجلس غړی دې ته اشاره سره چې د انتظار فرج، مننې او احسان مفاهیم قرآن او روایاتو سره په کار دی صحیح روښانه شی ؤ ویل: که ټولنه کښې عملی شکریه وې نو اقتصادی، ټولنیز او سیاسی توګه باندې به په نړۍ کښې به لوړ منصب او مقام ترلاسه کړی.

هغه د اسلامی انقلاب لارښود د اقتصادی مقاومت په اړه خبرو ته اشارې سره ؤ ویل: ټولنه په کار دی له اسراف نه لاس نیوکه وکړې چې لوړ مقام تر لاسه کړی.

آیت الله نعیم آبادی ځوانانو ته نصیحت وکړو چې ښه درس سره زړه ولږه وی او خپل عمر نه ښه روغه استفاده او فایده اوچته کړی.

د راپور له مخې، د آیت الله نعیم آبادی ویناوو نه ځوانانو او دهلی کښې اوسېدونکو کورنو ترې ښه استقبال وکړ،

بنګلادېش

دا مراسم بنګلادېش کښې د ایران کلتوری اداره مشر خسرو آبادی، د حوزه علمیه ښاغلې طالب حجت الاسلام والمسلمین یونس علی غازی، د جامعة المصطفی ص العالمیه استادانو او د پوهاندو، محصلانو، استادانو او ښځو سره ۱۶۰ کسانو په دې روحانی او معنوی محفل کښې ګډون وکړو، چې د ډاکا کښې د جمهوری اسلامی ایران کلتور اداره کښې پیل شو.

دا پروګرام د قرآن مجید تلاوت سره شروع شو او بیا د ایران کلتور اداره مشر خپل ویناوو کښې راتلونکو ته په دې معنوی او د غمګین مراسمو کښې راتګ باندې پخیر راغلې ؤ ویلې. او د دې غم نه ډکو شپو په حقله یی ورته خواخوږی څرګنده کړه، او بیا یی د حدیث او روایتونو په رڼا کښې په دې باندې چې حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم له دنیا نه په خپل مرګ رخصت شوی که شهید شوې رڼا واچوله، او هم دا رنګه یی د معاویه او د جعده چې د امام حسن علیه السلام ښځه وه د امام حسن علیه السلام د شهادت کښې لاس لرلو په حقله او د هغوی او د امام رضا علیه السلام د شهادت په حقله خبری وکړی.

حجت الاسلام یونس علی غازی هم د دې مراسمو په ادامه کښې د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم او د امام حسن علیه السلام او د امام رضا علیه السلام د شهادت سختې بیانې کړی او د هغوی مبارکو په حقله یی ویناوې وکړی.

د دې ځوانانو نه پس اهلبیتو علیهم السلام سره مینه او عقیدت لرونکې کسانو نوحه خوانی او سینه زنی وکړه او د ۲۸ صفر سختی او مصائب یی زړونه غمګین کړل.

هم دارنګه د ډاکا ښار کښې د جمهوری اسلامی ایران سفارت خانه په دفتر کښې د ایران سفیر سیف زاده، د جامعه المصطفی په ډاکا کښې مشر غړی علیرضایی، خسرو آبادی د جمهوری اسلامی ایران کلتور اداره مشر او د سفارت خانه کارکوونکو او د دغو کورنۍ چې به ډاکا کښې ژوندون کوی ګډون سره پیل شول.

افغانستان(کابل)

کابل کښې هم دې مناسبت سره د دشت سیمه ښځو شتون سره د دارالقرآن حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و آله له اړخه مراسم بیل شو.

دا مراسم د قرآن مجید تلاوت سره شروع شو، بیا د پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم د ژوند په اړه او د هغوی د پاکو اهلبیتو علیهم السلام په اړه خبرې او ویناوې ؤ شوی.

دا مراسم روضه خوانی او دعا سره ترسره شول.

پاکستان (کویټه)

د حضرت محمد صلی الله علیه و آله ، د امام حسن علیه السلام او امام رضا علیه السلام د شهادت په مناسبت سره د ایران کلتوری اداره په کویټه کښې له اړخه د سرکونسل یحیوی، او د کونسلګری کارکوونکو او د هغوی د کورنۍ په شتون کښې د ایران کونسلګری کښې پیل شو.

دا مراسم د ۲۸ صفر په شپه پیل شو، دا مراسم چې د حسینی په آواز کښې د قرآن کریم تلاوت سره شروع شول له دې نه پس د ایران کلتور اداره مشر زیارت عاشورا ولوستله.

روضه خوانی، مرثیه خوانی او سینه زنی دا نور پروګرامونه وو چې به دې مراسمو کښې پیل شول.

http://iqna.ir/fa/inter/News/2625222

captcha