IQNA

اسلام آباد کښې د چاینی انځور ګرو له اړخه د اسلامی خطاطی نندارتون

10:08 - December 30, 2014
د خبر لمبر: 2652259
نړیواله ډله: د چاینی انځورګرو ښکلې لیک او اسلامی خطاطی آثارو نندارتون د جمعه په ورځ د دی میاشته ۵ تاریخ نه د پاکستان پای تخت اسلام آباد ښار هنری ګالری کښې خپل کار شروع کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «China Topix» چاینی خبری ویب پاڼه نه په نقل، په دې نندارتون کښې پروت آثار د اسلامی هنر مرستیال اسد رضا د ۳۰ کالو کوښښ او لټون دی چې د چین هیواد ته یی کوم سفر کړی او هلته یی د چین وتلې خطاطانو او د دغه هیواد اسلامی ولسو سره اړیکو کښې تر لاسه کړی.

په دې نندارتون کښې پراته زیات آثار د چاینی مسلمان حاجی عبدالحکیم آثار دی.

حاجی عبدالحکیم چې په حاجی لیو جینګیی هم مشهور دی ۸۵ کلن هنر مند او خطاط دی چې د اسلامی ښار چیفنګ د جومات امام هم دی.

د هغه چاینی او اسلامی خطاطی کښې مهارت هغه ته نړیوال شهرت ورکړی.

د هغه د خطاطی شهکار د ویښتو نه جوړ قلم باندې چاینی ژبې لیک کښې اسلامی خطاطی ده چې په مجمه (پتنوس)  کړی.

او بیا یی خپل تخنیک بدل کړی او د نی قلم باندې خطاطی کړی خپلو آثارو کښې تر استفاده کړی.

دا نندارتون چې په کښې د اسلامی خطاطی نایابه آثارو مجموعه په کښې وړاندی شوی، د دی تر ۱۴ تاریخه پوری د کتونکو کوربه وی.

http://www.iqna.ir/fa/News/2645827

captcha