قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) ولسمشر ښاغلی حجت الاسلام و المسلمین حسن روحانی پرون مازیګر د تهران برج میلاد نړیواله سالون د مسلمانو محصلینو د قرآن کریم مقابلو د پنځم دوره په پرانیسته کې څرګنده کړه: د مسلمانو محصلینو د قرآن کریم مقابلو د پنځم دوره نن د مسلمانانو د دې زمانه امام حضرت ولی عصر د امامت په ورځ او د په دې برج کښې چې د حضرت عیسی روح الله و کلمة الله په نوم ټاکلی شوی کښې پرانیسته ښه فال ګڼم.
ولسمشر زیاته کړه: په نوی نسل کښې او بیا په محصلانو او پوهنتون کښې قرآن سره مینه یو خاص ښووند لری، بې شکه چې قرآن کریم، د اسلامی نړۍ د پیوند ترټولو مهم عامل دی.
هغه زیاته کړه: البته لمونځ، روژه، زکات، حج، جهاد، امر بالمعروف و نهی عن المنکر هم مسلمانان له یوبل سره نښلوی. روحانی د وروسته پاتې کېدو او له پرمختګه د واټن نیولو عامل له قرآن کریم څخه د لرې کېدو له امله وباله او زیاته یې کړه چې د هدایت، پرمختګ، پراختیا، تمدن، وحدت، ورورګلوۍ، اتحاد او د مسلمانانو پرځان باورۍ لاره، قرآن کریم دی.
ولسمشر روحانی پردې په ټینګار سره چې قرآن کریم د بشر لپاره د تفکر لاره پرانستې ده او زیاته یې کړه چې دغه الهی کتاب، د نړۍ د خلکو او تاریخ لپآره رحمت، برکت او رڼا پاتې شوې ده او وی به.
روحانی دې ته په اشارې سره چې د مسلمانانو د ژغورنې لاره، قرآن کریم ته مخ کول دی، ټینګار یې وکړ: شک نشته، چې د اسلام د ستر پیغمبر، حضرت محمد (ص) د ژوندانه له وخته وروسته د مسلمانانو لپاره د هدایت بنسټ، د خدای کتاب، عترت او د رسالت کورنۍ ده.
د ایران ولسمشر، قرآن کریم د نړۍ د ټولو خلکو لپاره د رحمت،برکت او رڼا سرچینه ده، زیاته یط کړه چې قرآن کریم د بشریت لپاره د تفکر لاره پرانیستله او قرآن کریم یوازې د شریعت یو کتاب ندی، چې د مسلمانانو لپاره ځانګړی و اوسی، بلکې د معرفت، حکمت او نوې جهان بینۍ کتاب دی.
هغه زیاته کړه: مونږ کولی شو او مونږ په دې قدرت لرو چې په قرآن باندې پوهنې سره عمل کولو باندې مونږ نورو ته زمونږ باره کښې د تصمیم اخیستلو اجازت ور نکړو. مونږ خپل هیواد جمهوری اسلامی ایران کښې د امام خمینی لارښودو او د انقلاب ستر لارښود آیة الله خامنه ای هدایاتو باندې افتخار کوو.
رحانی ادامه کښې ؤ ویل: د نړۍ مسلمانان چې یو بل سره پیوند لری، په قرآن، اسلام او قرآنی کلتور باندې افتخار کوی، که مسلمانانو کښې په ځان مینتوب او وحدت وی او اسلامی هویت ته وګرځې نو کولی شو چې د اسلامی هیوادونو راتلونکې وخت له نن ورځې ښه کړو.
هغه په اخیره کښې ؤ ویل: د مسلمانو محصلینو د قرآن کریم مقابلو د پنځم دوره مسلمانانو محصلانو ته په خیر راغلی ؤ ویل او له الله نه یی ټولو لپاره د قرآن ویلو، په هغې باندې پوهېدلو او عمل کولو غوښتنه وکړه.