IQNA

پاکستان کښې د نبوی سیرت سره اشنای مقابلې

12:46 - January 06, 2015
د خبر لمبر: 2676660
بهرنی څانګه: د پاکستان کویټه ښار د امام جعفر صادق علیه السلام مدرسه کښې هفته وحدت شروع کېدو سره د پیغمبر صلی الله علیه و آله او د امام جعفر صادق علیه السلام سره د آشنای مقابلې پیل کېدلو اقدام شوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) غربی آسیا څانګه، دا مقابلې د پیغمبر صلی الله علیه و آله او د امام جعفر صادق علیه السلام د زېږېدلو په مناسبت سره او د هفته وحدت شروع کېدو سره شروع شوی.

دا مقابلې به د لیک په شکل کښې پیل کېږی چې شرکت کوونکې به کویټه ښار کښې د امام جعفر صادق مدرسه او ښودلې شوې ځینو نه فورمونه  ترلاسه کوې.

د مقابلې اتل لپاره ښه انعامونه په نظر کښې نیولې شوې د مقابلې ړومبی کس ته به ۵۰۰۰ روپۍ، دویم لپاره ۳۰۰۰ روپۍ او درېم له به ۲۰۰۰ روپۍ ورکړی کېږی.

دا انعامونه به د پیغمبر صلی الله علیه و آله او د جعفری مذهب رئیس حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د زوکړې په ورځ  د امام جعفر علیه السلام په مدرسه ورکړی کېږی.

دې راپور له مخې، هم له دې مناسبت له مخې د پاکستان په نورو جوماتونو او مدرسو کښې هم د نعت خوانی او قرآنی مقابلې پیل کېږی.

http://iqna.ir/fa/inter/News/2672074

captcha