IQNA

د مسلمانانو محصلانو د قرآن راډیو کتنه/ په سټوډیو کښې د تلاوت ضبط

12:26 - January 07, 2015
د خبر لمبر: 2683088
قرآنی فعالیت کوونکې ډله: د مسلمانانو محصلانو قرآنی نړیواله مقابلو پنځمه دورې کښې شرکت کوونکو د قرآن راډیو چینل او د سټوډیو نه یی کتنه وکړه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د مسلمانانو محصلانو قرآنی نړیواله مقابلو پنځمه دورې پایی ته رسېدو نه پس له نړۍ ۴۷ هیوادونو په دغه دوره کښې خارجی فیصله کوونکو او شرکت کوونکو د جمهوری اسلامی ایران د قرآن راډیو نه کتنه وکړه.

د راډیو شهداء سازمانګر کښې د مسلمانانو محصلانو شتون

د مسلمانانو محصلانو قرآنی نړیواله مقابلو پنځمه دورې کښې شرکت کوونکې ړومبی د قرآن راډیو شهداء سازمانګر ته داخل شو چې د جمهوری اسلامی ایران قرآن چینل نه کتنه وکړې، او له دې نه پس د دې چینل سټوډیو ته او د قرآن او معارف راډیو نیغ په نیغه خپروونکې پروګرامونو چینل نه کتنه وکړه.

د سټوډیو او د نیغ په نیغه خرپېدونکې پروګرامونو نه کتنه

د قرآن او معارف راډیو نیغ په نیغه خپروونکې پروګرامونو چینل نه د مسلمانانو محصلانو قرآنی نړیواله مقابلو پنځمه دوره کښې شرکت کوونکو د سټوډیو او د تلاوت او پروګرامونو ضبط کېدو او خپرېدو طریقه سره اشنا کېدلو او به د دې راډیو په یو چینل کښې د ځینې قاریانو د کلام الله آیتونه تلاوت کړل او ریکارډ کړل چې د هغوی نه تلاوت ریکاډ شو او په قرآن راډیو کښې ارشیف شول.

د قرآن راډیو اداره کوونکو له مسلمانانو محصلانو سره مرسته

د مسلمانانو محصلانو قرآنی نړیواله مقابلو پنځمه دوره کښې شرکت کوونکو د قرآن راډیو نه کتنه په وخت د قرآن نړیوال قاری او د قرآن راډیو پوهاند احمد الوالقاسمی، د قرآن چینل اداره کوونکې احمد لیایی او حیدر جاودان هغې سره د قرآن او معارف چینل او د دې چینل سټوډیو کتنه کښې مرسته وکړه.

شرکت کوونکو د قرآن چینل په شهداء سازمانګر کښې یادګاری انځورونه واخیستل او د قرآن ټی وی چینل مفتاح نیغ په نیغه خرپېدونکې پروګرام چې د قرآن او معارف ټی وی چینل نه خپرېږی شروع کېدو نه مخکې کتنه پای ته ورسوله او لاړه.



http://iqna.ir/fa/News/2674415



















captcha