قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د پاکستان د شیعه عالمانو غونډی په کراچۍ کښې د لاریون اعلام سره د حکومت نه د شیعیانو وژلو په حقله ضروری اقدام او مخنیوې په ټول پاکستان کښې او په تیره بیا په کراچۍ کښې غوښتنه وکړه.
دې شورا په دې بیانیه کښې اعلان کړی: په ټول هیواد کښې او بیا په تېره کراچۍ ښار کښې هر ورځ شیعه ښاغلې، پوهان، انجنیرانو، خواص او د ټولنې لوړ پوړ شیعه وژلې کېږی.
دې شورا خبردارې ورکړو چې د شیعه ترور که تکرار شی نو خپله به جدی اقدام وکړی.
د پاکستان د شیعه عالمانو غونډې هم دارنګه خپل بیانیه کښې د شیعه خلاف جنایاتو پر ضد او محکوم کولو لپاره کراچۍ کښې د لاریون اعلان هم وکړو.
دې شورا د اتوار په ورځ د دی میاشته په ۲۸ تاریخ له هر قشر خلکو نه غوښتنه وکړه چې په دې لاریون کښې په ستره توګه ګډون وکړی.
2698574