قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د مجلس وحدت مسلمین پاکستان سیاسی مشر ناصر عباس شیرازی د شیعه او سنی تر منځه د یووالې او اتحاد تاکید سره وویل: مونږ له اول نه په وحدت او یووالی تاکید کوو او تکفیری ډلې او د هغې منونکې محکوم کوو، نن مختلف خلکو ته باور شوی چې تکفیریانو سره مذاکرات نشی کېدلی او دا زمونږ د وړاندې لید تایید دی.
هغه د پاکستان کویټه ښار نه مرکه کې وویل: مجلس وحدت مسلمین پاکستان همېشه د اسلامی مذهبونو ترمنځه مختلف پروګرامونه پیل کوې.
د مجلس وحدت المسلمین سیاسی مشر د دې افراطی ډلو په خلاف د عملیاتو حمایت سره وویل: نن هیواد د ژوند او مرګ بحران سره مخامخ دی، او که دولت له تکفیری ډلې او د هغې منونکو سره سختې ؤ نکړی، او دا مسئله د همېشه لپاره حل نکړی، نو هیڅکله به دا هیواد له دې ستونزو نه خلاص نشی.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/2768877