قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د «Times of India» ویب پاڼه نه په نقل، آیوشی سریواستاوا د حجاب لمانځلو مراسمو کښې ګډون کوونکې وویل: زه د حجاب نړیواله ورځ سره د رسنۍ ټولنیزه شبکې نه اشنا شوم دا طریقه د حجاب سره د پیژندګلو او په تېره بیا د اسلام ډېره ښه طریقه ده.
هغه زیاته کړه: دا پروګرام خلکو ته اجازت ورکوی چې حجاب له نږدې نه وپېژنی، حجاب د ښځو لپاره د ځان څرګندولو هغه طریقه ده کومه چې هغې غواړی نه هغه ناپوهه مفهومونه چې ورته نسبت ورکړی کېږی.
دا پروګرام چې د هند د پېغلو مېرمنو له اړخه پیل شو، دا په نړۍ کښې د حجاب د ورځ پیل شوی جشنوزمه یوه برخه وه، چې د نړۍ په مختلفو ښارونو کښې نن پیل شوی.
د دې پروګرام پیل کولو هدف په هند کښې د حجاب نړیواله ورځ ټاکل او د اسلامی پردې په حقله خلکو کښې پوهنه زیاتول وو او د حجاب په حقله د خلکو غلط تصورات لری کول وو.
تقریباْ ۱۴۰ ملیونه مسلمانان په هند هیواد کښې شتون لری چې اکثریت یی په هندو مذهب باندې یقین لری، هند د اندونیزیا او پاکستان نه پس په نړۍ کښې د مسلمانانو لویه آبادی لری.
2797094