IQNA

اصفهان کښې د توحیدی دینونو نړیواله شپږم کانفرانس پیل کېږی

8:17 - February 07, 2015
د خبر لمبر: 2816851
حوزه علمیه ډله: د اصفهان عباسی هوټل کښې د توحیدی دینونو نړیواله شپږم کانفرانس په 16بهمن سحر 9 نه تر 11 پوری پیل کېږی.


د توحیدی دینونو نړیواله شپږم کانفرانس اجرا کوونکې مشر فریبرز زاهدان وویل: په دې کانفرانس کښې به د مختلفو دینونو ګډ ژوند نښې نړیوالو ته وړاندې کوو. په دې کښې به ۳۶ مختلفه ملیتونو او د ۶ توحید دینونه شرکت کوی.

هغه ادامه ورکړه: د دې توحیدی دینونو کانفرانس لپاره د مقالو غوښتنه شپږ میاشته مخکې شروع شوی او تقریباْ ۱۵۱ اصلی مقالې تر اوسه پوری مونږ تر لاسه کړی.

راهدان زیاته کړه: دا مقالې به علمی کمیسون کښې د مختلفو استادانو په شتون کښې کره کېږی چې ۸۶ مقالې به ترې په ۵ ټوکونو کښې چاپ لپاره ټاکلې کېږی چې د دینونو بحثونه خوښوونکو ته به وړاندې کېږی.

د توحیدی دینونو نړیواله شپږم کانفرانس اجرا کوونکې مشر تاکید وکړو: له دې نه ۱۰ ښه مقالې او ۲۶ غوره او ۵۰ مقالې د چاپ حق لری او دغه لس مقالو ته به د توحیدی دینونو کانفرانس کښې جایزه سره یو برخلیک ورکړی کېږی.

هغه وویل: په دی کانفرانس کښې به د صابئین نړیواله لارښود(د حضرت یحیی منونکې) د ایران کنکاش موبدان زرتشتیان انجمن مشر او د ایران کلیمیانو لارښود به د توحیدی دینونو کانفرانس کښې ګډون کوی.

2798480

captcha