قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د آسیا غربی څانګه، آیت الله سید ساجد علی نقوی د شکارپور ښار کربلای معلی حسینیه د یو څو شهیدان مور پلار او کورنۍ سره لید او خبری اترې وکړی.
هغه په دې لید کښې د شهیدانو کورنۍ صبر، سرښندنه او فداکاری لمانځلو سره وویل: د شهیدانو کورنۍ زمونږ فخر دی او د دغه عزیزانو شهیدانو په بېلتون باندې صبر کول د الله سره لوی او بې پای ثواب لری.
آیت الله سید ساجد علی نقوی د امنیت په اړه د پاکستان د حکومت ناکامی باندې انتقاد وکړو او وې ویل: د شهدا شرعی او قانونی حق به د پاکستان حکومت نه اخلو، او تر کومه چې ترهګرو ته سزا نه وی ورکړی په آرام به نه کینو.
له دې راپور له مخې، پاکستان کښې د ولایت فقیه غړی په شکار پور کښې د کربلای معلی حسینیه نه هم کتنه وکړه او په دې کتنه کښې د سند ایالت مشهور عالمانو ورسره ملګرتیا وکړه.
یادښتونه: تیره جمعه په ۱۰ بهمن، د کربلای معلی حسینیه کښې د بم چاودنه نه ۶۰ کسان شهیدان او قابو ۷۰ کسان ژوبل شوی وو.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/2808304