IQNA

مصر کښې د « دینونو ترمنځه خبری اتری» مرکز جوړېږی.

23:29 - February 13, 2015
د خبر لمبر: 2846220
نړیواله ډله: د « دینونو ترمنځه خبری اتری» مرکز د «احمد الطیب»، شیخ الازهر په نظارت مصر کې جوړېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الیوم السابع ویب پاڼه نه په نقل، احمد الطیب د مصر الازهر شیخ د الازهر په اسلامی مرکزونو کښې د هغه په نظارت او د محمود حمدی زقروق په مشری او د الازهر د لوی عالمانو په استازی کښې د دینونو تر منځه خبری اترې مرکز جوړولو خبر ورکړی.

د دې راپور له مخې، د دې مرکز استازیو نه «سامی محمد مندور»، د فرانس ژبې استاد او د الازهر ترجمه کوونکې.«کمال بریقع عبدالسلام»، الازهر کښې په انګلیسې ژبه کښې اسلامی مطالعات وړاندې کوونکې، «رضا محمد حسین الدقیق»، د طنطا ښار د دین اصول پوهنځې کښې د عقیدې او فلسفه مشر «محمد عبدالفضیل عبدالرحیم»، الازهر کښې په جرمنۍ ژبه کښې د شیعه اسلامی مطالعاتو ناظر، «محمد السلیمانی» اسلامی خبرو څیړونکې، د لازهر د فارغ لاتحصیلان نړیواله انجمن شورا غړی.

د دې مرکز د فعالیت هدف د دینونو تر منځه خبری اترې او قاموس نشر کولو او د دینونو ترمنځه د یوځایی اوسېدلو او سوله یز ژوند کول د دینونو تر منځه ښودلی شوی.

د مصر کورنو ته د دینیو تر منځه په یو شان ارزښتونو باندې تاکید او د الازهر او دینی موسسو په مختلفه ډولونو یاری کول د دې مرکز یو بل هدف دی. 

http://iqna.ir/fa/News/2826913

captcha