IQNA

بوکو حرام د یو شمېر خلک د قرآن قرائت کولو په حالت کښې قتل کړی

22:32 - March 09, 2015
د خبر لمبر: 2956499
نړیواله ډله: د ترهګرو بوکو حرام ډلې د نیجریه شمال شرق «ګووزا» ښار مسلمانانو چې قرآنی محفل لپاره را ټول شوی وو قتل کړل.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Lesoir.be ویب پاڼه نه په نقل، د ګووزا ښار یو اوسېدونکې چې له دې پېښې نه پس د ښار نه په تېښته کښې کامیاب شوی وویل: حمله کوونکو، ځوانان چې د یو دین مسئول کور مخې ته د قرآن کریم قرائت کښې مشغول وو، محاصره کړه او د ښځو په مخکې یی قتل کړل.

دې عینی شاهد وویل: د بوکو حرام خلکو نوې اسلحه د صندوقونو نه راویستله او دغه مجبوره کسان چې پر مخ پراته وو قتل کړل.

د نیجریه محلی رسنۍ غړی علی اندومه د دې پېښې په خبر باندې تایید سره وویل: د بوکو حرام حمله کوونکو په ګووزا ښار باندې حمله وکړه او سړې یی قتل او ښځې او ماشومان یی ځان سره بېول.

د ګووزا ښار په ۲۰۱۴ کښې بوکو حرام ترهګرو قبضه کړی او ابوبکر شیکائو د دې ډلې لارښود خپل خلافت په دې ښار او ورسره سیمو کښې اعلان کړی.

د نیجریه کارپوهانو او امنیتی ځواکونو د خیال ظاهر کړی چې بوکو حرام د اپرېل میاشتې نه تر اوسه په یو شمېر کلو باندې مسلطه شوی او د شمال مشرقی نیجریه مهمې سیمې یی خپلواک کښې اخیستلی، او د دې ګروه په سبب د نیجریه ځواکونه په شاتګ باندې مجبوره شوی.

ابوبکر شیکائو د بوکوحرام ترهګرې ډلې مشر په اخیرې ورځو ویناوې کښې د ابوبکر البغدادی د داعش ترهګرې ډلې مشر نه د حمایت اعلان کړی. 

http://www.iqna.ir/fa/News/2939246

captcha