IQNA

بودائی پوهاند اسلام ته مشرف شو / د مولا علی علیه السلام مینه زړه قوت ورکوی

21:44 - March 10, 2015
د خبر لمبر: 2961915
نړیواله ډله: بودائی پوهاند شایلندرا شینګ د هند اوسېدونکې د اسلام او مسلمانانو په اړه مطالعاتو او څېړنو نه پس دې دین ته مشرف شوی چې د مولا علی علیه السلام سره مینه له وجې خپل نوې نوم علی اېښودی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د trt.turk ویب پاڼه نه په نقل، شایلندرا سینګ ۳۳کلیزه یو بودایی چې د هندوستان نه دی، سینګ په دغه هیواد کښې خپل زدکړې اخیرې ته رسولو نه پس د نورو زدکړو او ماهر کېدلو لپاره مالیزیا ته لاړه او هلته یی د مسلمانانو نه تأثیر واخیستو او د مسلمانانو او د اسلام په حقله یی څېړنې شروع کړی.

هغه ترکی کښې د ډاکټر کېدو لپاره ترکی ته سفر وکړو او د دغه هیواد پوهنتون «حاجت تپه» کښې یی خپل زدکړو ته ادامه ورکړه. هغه په ترکی کښې د احمد حمدی آک سکی جومات چې د دغه هیواد دینی سازمان سره دې د لیدلو نه پس د دغه جومات معنوی فضا نه تاثیر واخیستو  او اسلام یی راوړو.

هغه دې وینا سره چې مور یی د اسلام قبلولو نه پس هغه رد کړی وویل: ما مالیزیا کښې د خپل عربی دوستانو نه چې مسلمانان وو تأثیر اخیستلې وو، کله چې به هغوی عبادت کولو نو ما به خپل ژوند کښې یو کمی محسوس کولو او احساس به می کولو چې د الله نه لری یم، هم دا وجه وه چې ما د اسلام دین مطالعه او څېړنه شروع کړه.

سینګ په دې اړه چې خپل نوی نوم یی علی خوښ کړی په دې سبب چې د علی علیه السلام د شخصیت نه ډېر تاثیر یی اخیستلې هغه وویل: ما د هغوی په ژوند باندې څېړنه کړی او اطلاعات می راټول کړی د دې حضرت علیه اسلام ژوند لیک او سیرت زما زړه ته قوت ورکوی.

هغه څرګنده کړه: زه لس کالو نه خپل ژوند کښې معنوی خلا پر کولو لپاره څېړنه کوم او اوس ما دا معنوی خلا بر کولو لپاره بهترین څیز ترلاسه کړی او هغه د قرآن د آیتونو تلاوت دی.

http://www.iqna.ir/fa/News/2940520

captcha