IQNA

د مصر مفتی تاکید وکړو:

د اسلام اصل مخ خرابولو سره مقابله کولو لپاره د تکفیری ډلې سوالونو او شکونو ته د ځوابونو ضرورت

23:44 - March 12, 2015
د خبر لمبر: 2971481
نړیواله ډله: شوقی علام، د مصر لوی مفتی، د تکفیری ډلې څخه وړاندې شوی د سوالونو ځوابونه ورکول او اسلام ناموس لپاره داعش سره مقابله کولو ضرورت باندې تاکید وکړو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د الیوم السالع ویب پاڼه نه په نقل، د موریتانی اسلامی کارونو وزیر، احمد ولد اهل داود سره کتنه کښې د شوقی علام د دو هیوادونو ترمنځه د دینی مرستې اړیکو باندې بحث او نظر واچولو.

د مصر مفتی اعظم د تکفیرې ډلې اقدامات او د اسلامی نړۍ بدامنی او تاوتریخوالی محکوم کولو باندې تاکید سره وویل: د اسلام دین د سولې او امنیت حفظ کولو باندې ټینګتیا کوی.

هغه د تکفیری او ترهګری ډلو سره مقابله ضروری وګڼله او وې ویل: د اسلام دین د سولې او امنیت حفظ باندې او تخریبې کلتور سره مقابله کولو باندې ډېر تاکید کړیږ

شوقی علام په ادامه کښې مصر د عربی هیوادونو ټینګه پناه ګاه وټاکله او وې ویل: د مصر دارفتای د شکونو ځواب او د ترهګرو غلط تفکر سره مقابله کوی.

هغه تاکید وکړو: د تکفیریانو له اړخه را اوچت شوی شکونو ته ځواب ورکړی کېږی تر دې چې د اسلام اصلی مخ د نړۍ هیوادونو ته مخامخ کړی.

2957676

captcha