قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Ummid» خبرونو ویب پاڼه نه په نقل، په دې مقاله کښې چې په درې کالو کښې یو ځل پیل کېږی د هند ۲۳ ایالتونو نه ټول ۲۷۴ ګډون کوونکو شرکت وکړو.
په مقدماتی مرحله کښې ۳۱۴۸ شرکت کوونکو د ۱۴۰۰ اسلامی مدرسو نه چې د هند مختلفو ایالتو کښې پیل شوی وې ګډون کړی وو.
دا مقابلې په درې ورځې او په دوه برخو کښې حفظ او قرائت کښې پیل شوی.
د انجینری پوهنځې او جامعه اسلامیه پولی تخنیک په کوربنې کښې دا مقابلې پیل شوی، د پیل کېدو درې ورځې د « قرآن وادی » په نوم وټاکلې شوی.
د قرآن د حفظ او قرائت مقابلې د هند قرآنی استادانو له اړخه قضاوت کېږی چې په اخیره کښې به ګټونکی انعامونو سره لمانځلې کېږی.
غلام محمد وستانوی د اکالکوا جامعه مشر خپله تقریر کښې تاکید وکړو: قرآن او یووالی به مسلمانان له بریالیتوب سره مخامخ کړی.
http://iqna.ir/fa/News/2980863