قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «مرآة البحرین» نه په نقل، د بحرین عالمانو پرون یوه بیانیه کښې د جوماتونو او امام باړو په خپلواکې باندې تاکید وکړو او د جعفری اوقاف ادارې چې له آل خلیفه سره تړون لری او د جوماتو او امام باړو باندې تسلط لپاره لټون، محکوم کړو.
په دې بیانیه کښې راغلی د جعفریه اداره د بحرین رژیم یو رسمی تابع اداره ده چې د رژیم سیاسی کارچوکاټ کښې فعالیت کوی، نو دارنګه عالمانو په جوماتونو او امام باړو باندې د دې اداری تسلط نه قبله وی.
د بحرین عالمانو په دې بیانیه کښې څرګنده کړی: د جعفریه اداری په جوماتونو او امام باړو باندې قبضه یو سیاسی مسئله ده نو هم ځکه د بحرین عالمانو د جوماتونو، امام باړو او دینی مرکزونو خپلواکی غوښتنه کړی.
http://iqna.ir/fa/News/2980841