قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د المنار ټیلی ویژن نه په نقل، د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله عمومی منشی حسن نصر الله بیګا دمسلمانانو په تیره دفلسطین د خلکو پرضد دصهیونیسټ رژیم دمختلفو جنګونو په وړاندې د سعودی عربستان دال سعود رژیم چپتیا ته په اشارې سره وویل په دا ډول شرایطو کښې په یمن کښې دخلکو دژغورنې په ادعا سره په دغه هیواد سعودی عربستان حمله یو ځل بیا ثابتوی چې په سیمه کښې دسعودی عربستان هدف داسرایلو په شمول ددښمانانو دګټو تامینول دی .
هغه زیاته کړه دفارس خلیج د څنډې دعربو هیوادونو لپاره دیمن د حالاتو د ګواښ دګڼلو په دلیل دجنګ رامینځته کول حقیقت نلری او له دروغو پرته بل څه نه دی .
دلبنان دحزب الله عمومی منشی دې خبرې ته په اشارې سره چې سعودی عربستان دسیمې خلک په رسمیت نه پیژندی او ټول خلک خپل ښاریز ګڼی وویل دسعودی عربستان غلط سیاستونه په سیمه کښې د ایران د نفوذ د پراختیا لاره پرانیزی حتی که عربستان داډول شی ګروهنه هم ونلری .
هغه دغه راز وویل مونږ دلبنان دنسکوریدا دمخنیوی لپاره له المستقبل ډلې سره خبرې ته ورګډ شوو خو دغه ډله دلبنان دمشکلاتو دحل لپاره کوشش نه کوی .
دلبنان دحزب الله عمومی منشی زیاته کړه سعودی عربستان دداسې سړی په انتخاب کښې چې دلبنان د ولسمشر دجوړیدا لپاره زیات چانس لری خنډ رامینځته کوی .
حسن نصر الله زیاته کړه: عربستان او د هغه سره اتحاد کوونکو د شام ولس مشر بشار الاسد لرې کولو لپاره د داعش تکفیری او ترهګره دله جوړه کړه او د هغې نه حمایت کوی.
د حزب الله عمومی منشی تاکید وکړ: چې د عربستان، ترکی او قطر شام یو ضعیف هیواد ته بدلولو خوب یی بې نتیجه پاتې دی.
http://iqna.ir/fa/News/3050311