قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، په دې مانوره اعتراض کې چې پرون، ۱۴فروردین پیل شو، په سلونو موټرسیکل او موټر چلوونکو د پاکستان ګلګت ښار کښې د آل سعود له اړخه په یمن باندې برید محکوم کړو.
په دې مانوره کښې شرکت کوونکو تاکید وکړو چې آل سعود د امریکې او اسرائیل لاسپوڅې دی او اسلامی هیوادونه سره د پاکستان نه باید په دې جنایت کښې له آل سعود سره ملګرتیا وکړی.
د پاکستان احتجاج کوونکو اعلان وکه چې په یمن باندې حمله د آل سعود سیاسی حماقت دی، محصلانو په دې لاریون کښې د ښار په اصلی لارو مانوره ورکړه او د آل سعود په ضد کښې شعار ورکړو او په یمن باندې د حملې بندولو غوښتنه وکړه.
د عربستان الوتکې سره د نورو ۱۰ هیوادونو او د امریکه او اسرائیل ملاتړ سره له تېر زیارت نه په یمن برید کړی، چې د دې هیواد په مختلفو ښارونو او په تېره بیا په صنعا ښار یی د خپلو حملو شروع کړی په دې بریدونو کښې تر اوسه په سلګونو یمنی خلک مړه او ژوبل شوی.
http://iqna.ir/fa/News/3079860