IQNA

د پاکستان د شیعیانو د آل سعود جنایاتو په خلاف اعتراض

23:58 - April 04, 2015
د خبر لمبر: 3086282
بهرنې څانګه: د پاکستان شیعیانو د سرحد سیمه کارګل کښې د یمن په خلکو د آل سعود جنایات محکوم کولو لپاره اعتراض پیل کړه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آسیایی څانګې مرکز، د کارګل سیمې په زرګونو خلکو د په پرونی ۱۴فروردین اعتراض کښې د امام خمینی(ره) موسسه په مرسته د کارګل جامع جومات کښې شروع شو، چې د یمن حوثی خلکو په حق کښې د آل سعود جنایات په سختی سره محکوم کړل.

دا پروګرام د امام خمینی موسسه د عالمانو او مسؤولانو تقریرونو سره وو.

د دې موسسه مرستیال خپل تقریر کښې د آل سعود جنایات محکوم کړل او د ملګرو ملتونو نه یی غوښتنه وکړه چې دا بریدونه غیر قانونی دی.

هغه زیاته کړه: همدا شېبه چې انصار الله د القاعده او نورو تکفیری ډلو سره په جګړه وو، آل سعود په یمن برید وکړو چې دا له ترهګرو سره مرسته ده او هم دا سعودی عرب دی چې د ترهګرو ډلو په مرسته یی دا سیمه نا امن کړی.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3083931

captcha