قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، آسیا مرکزی څانګه، د کراچۍ ښار په زرګونو لمونځ کوونکو د جمعه له لمانځه نه پس د کهارادر سیمه کښې د آل سعود په یمن باندې جنایات محکوم کولو لپاره لاریون پیل کړو. شیعه عالمانو اعتراض کوونکو ته په خپل تقریرونو کښې د آل سعود په یمن باندې حمله او د یمن بې ګناه مسلمانانو باندې د دې ظلم په سختی سره محکوم کړو او وې ویل: د عرب دا خائن حکمرانان د ولس له غورځنګ نه خپلې ګټې او حکومت په خطر کښې وینې نو ځکه یی جنایاتو ته لاس اچولی، که چرې دوې له اسلام او عربو سره مخلص دی نو د غزه او فلسطین په معامله کښې ولی چپ وو؟ او د دوې د ټګمارتوب له کبله نن تکفیریان په شام او عراق کښې جوماتونه او سپېځلی ځایونه ویجاړه وی. د شیعه عالمانو د پاکستان له ځواک نه غوښتنه وکړه چې د پاکستان ړومبۍ وزیر«نواز شریف»، پرېږ نه دی چې شخصی احساساتو جبران لپاره او د ملی ګټې په نوم، هیواد د ډلې ډلبندی په جنګ اخته کړی.