قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د رصد خبرونو چینل نه په نقل، د مصر د اسلامی چارو او اوقاف وزیر محمد مختار جمعه چې کویت ته تلې وو ځانګړی مډال «سفیر صلح» د کویت وتلې شیعه روحانی آیت الله سید محمد باقر المهدی ته اهدا کړو.
د مصر د اوقاف وزیر دا کار د ځینو افراطی ډلو انتقاد سره مخامخ شوی، او ځنې ټولنیزه چینلو د مصر بهرنی چارو وزیر نه غوښتنه کړی چې په دې اړه څېړنه وکړی. دا افراطی کسان د مصر د اوقاف وزیر دا اقدام غیر قانونی ګڼې. په دې حال کښې چې د مصر او سعودی عرب په مشری کښې د سنی هیوادونو له یمن شیعیانو سره جنګ روان دی، د محمد مختار جمعه له اړخه یو شیعه روحانی ته دا مډال ورکول هیڅ توجیه نه لری.