IQNA

د پاکستان سیاسی احزابو عربستان سره د ځواکی مرستې مخالفت وکړو

11:17 - April 11, 2015
د خبر لمبر: 3122343
نړیواله ډله: د پاکستان لوی سیاسی احزابو لکه پاکستان پیپلز پارټی، جمعیت علمای اسلام او د عران خان ډلې عربستان سره د یمن په خلاف د ځواک لېږلو سره خپل مخالفت اعلان کړو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ARY چینل نه په نقل، د پاکستان پارلمان کښې پرون په یمن باندې برید لپاره د عربستان له پاکستان نه ځواکی مرستې غوښتنې په حقله ازمویښت کړی.

د پاکستان دفاعی وزیر په دې اړه راپور ورکړی چې عربستان له پاکستان نه غوښتنه کړی چې دا هیواد دی په ځواکی ډول په هوایی، ځمکې او سمندری برخه کښې مرسته وکړی.

د پاکستان د ړومبی وزیر نواز شریف او د دفاعی وزیر خواجه آصف له بار بار وینا چې مونږ عربستان سره هر ډول مرستې ته تیار یو بیا هم پرون د دې هیواد لویو سیاسی غونډو عربستان سره د ځواکی مرستې په سخته مخالفت کړی.

هم په دی اړه، عمران خان د پاکستان انصاف غورځنګ غونډی مشر وویل: زه له دې ویره کوم چې نواز شریف ځان ته د عربستان مدیون وایی، ځکه چې خپل ټوله سرمایه په دغه هیواد کې لری او د عربستان مقروض دی او له دې قرضې له قبله غلط فیصله وکړی.

شاه محمود قریشی د مخکېنی بهرنی وزیر او د عمران خان ډلې مشر، خپل پارلمانی وینا کښې وویل: که پاکستان له ائتلافی ګډون وکړی چې عربستان ته ځواب ورکوونکې دی نو احتمال لری چې د پاکستان دننه مذهبی نښتې پیل شی او له دې مسئله په سبب به د پاکستان ثبات خطر ته وغورځېږی. نو هم له دې قبله د پاکستان زیات عمومی افکار له هر قسمه مداخله کښې چې عربستان یی هدایت کوی سره مخالف دی.

اعتزاز احسن د بوټو پیپلز حزب غړی او د پاکستان وتلی سیاسی شخصیت ویلې: د یمن قضیه د حرمین شریفین نه دفاع سره هیڅ قسمه اړیکې نه لری، سعودی عرب، د عربستان دولت او حرمین شریفین دری بېلی مسئلې دی، او نه باید مونږ دا یو وګڼو، ولی دا وایی چې حرمین په خطری کې دی؟ له کوم ځی نه دا خطره ورته پېښه ده؟ ولی نواز شریف او دفاعی وزیر دا نه واضح کوی چې عربستان ورسره څه وعده او جوړښت کړی؟ هغه زیاته کړه: ولی مونږ سره د ترهګرو په خلاف چا مرسته ؤ نکړه او مونږ یواځې وو؟

فارق ستار د MQM حزب د پاکستان پارلمان کښې غړی وویل: یمن او عربستان دواړه اسلامی هیوادونه دی او مونږ له نه باید له لږې ګټی لپاره خپل ځواک په دغه جنګ کښې اخته کړو.

د جمعیت علمای پاکستان حزب مشر فضل الرحمان هم له پاکستان ځواک عربستان ته ورکولو سره مخالفت وکړو او په دې پېښه کښې یی د تر منځه کېدو غوښتنه وکړه.

د پاکستان عمومی پارلمان به نن هم د یمن په خلاف عربستان ته خپل ځواک ورکولو باندې خبرو ته ادامه ورکوی.

http://iqna.ir/fa/News/3102066

captcha