قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آوا خبرونو نه په نقل، د پاکستان د پارلمان غړو د سعودی عرب په یمن باندې حملو کښې د پاکستانی ځواک ګډون کولو په حقله یو ځانګړی غونډه کښې عربستان ته پاکستانی ځواک لېږلو په حقله منفی رای ورکړی.
دا منفی رای هغه وخت د پاکستان پارلمان نه منظوره شوه چې ریاض په اسلام آباد باندې د دې خبری زور راوړی چې پاکستان دی هغوی سره په دی جنګ کې ګډون وکړی.
له دې نه وړاندی د پاکستان د دفاعی وزیر خواجه آصف وویل: عربستان د پاکستان نه غوښتنه کړی وه چې خپلې جنګی الوتکې، ټانکونه او ځمکې فوج په یمن باندې حملې لپاره ورکړو.
شیرین مزاری د دې پارلمان مخالفه غړې په دې اړه وویل: په یمن کښې روان جنګ زمونږ جنګ نه دی، مونږ حکومت ته سفارش کوو چې نه باید د پاکستان فوج یمن ته لاړ شی، مونږ په کار دی د یو اسلامی هیواد په توګه د مقدسو مقاماتو نه دفاع وکړو چې تراوسه دارنګه څه نه دی پېښه شوی.
طاهر حسین مشهدی د سعودی عرب په یمن باندې برید محکوم کولو سره څرګنده کړه: زیاتی کوونکې عربستان دی او قربانی شوی د یمن ښاریز اوس زیاتی کوونکو د پاکستان نه غوښتنه کړی چې ته هم ما سره په دې کښې مرسته وکړه.
د دې راپور له مخې د سیاسی خلکو د وینا په رڼا کښې پاکستان که سعودی سره ځواکی مرسته په دې هیواد کښې د ډلې ډلبندی آثار به زیات کړی، او کېدلی شی چې له دې سببه به په دې هیواد کښې د فرقه په سر اختلاف زیات شی ځکه چې په هیواد کښې یو پنځم که ولس شیعه دی.
http://iqna.ir/fa/inter/News/3121200