قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام حسین علیه السلام زیارت اطلاع رسوونکې ویب پاڼه نه په نقل، په دې غونډه کښې د قلم خاوندانو او د امام حسین علیه السلام سره مینه لرونکو له خوا۱۰ مقالې وړاندې شوی.
د امام حسین علیه السلام د زیارت له اړخه د پاکستان اسلامی پوهنتون الکوثره سره اړیکه لرونکې مسلم عباس صکبان په دې اړه وویل: د امام حسین علیه السلام د لمانځلې زیارت د تولیت مشر شیخ عبدالمهدی الکربلایی، د امام حسین علیه السلام غورځنګ او د عاشورا پېښې باندې لیکوالو او څېړونکو ته جایزه ټاکلی چې ړومبی راتلونکې ته به د امام حسین علیه السلام او په عراق کښې د نورو اهلبیتو علیهم السلام زیارتونه او نورو ۹ کسانو ته به مالی جایزه ورکوی.
د الکوثر اسلامی پوهنتون استاد احمد حسین فخرالدین د دې مقالو اصلی محور ته اشاره وکړه او وې ویل: د امام حسین علیه السلام شخصیت او د هغوی مبارکو د غورځنګ سبب او د عاشورا موضوع د دې مقالو اصلی محور دی.
هغه زیاته کړه: مونږ په دې مقابله کښې په ګڼه توګه د پاکستان محصلانو او دینی طالبانو نه د شرکت کولو شاهد یو.
احمد حسین تاکید وکړو چې سره د دې چې مقالې به په پاکستان کښې چاپ او خپرېږی. زیاته کړه چې تېری یوې نیمې میاشته کښې مونږ ته تقریباْ ۲۰۰ مقالې راغلې چې دا ټولې مقالې به د پوهنتون ځانګړی کمیتی کښې کتلې کېږی.
قرار ده چې لیکوال به لس ښکلې لیکلې شوی مقالې معرفی کوی.
ویلی کېږی. د امام حسین علیه السلام او د هغوی د عاشورا غورځنګ په حقله څېړنې او مقابله د کلتوری هفته (د کربلا باد) په ډګر د پاکستان پای تخت اسلام آباد ښار کښې پیل کېږی.
دا کلتوری هفته د امام حسین علیه السلام د زیارت او د الکوثر اسلامی پوهنتون او د عراق نورو سپېځلې زیارتونو په همکاری سره پیل کېږی.
http://iqna.ir/fa/News/3140594