قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د الموجز اطلاع ورکوونکې ویب پاڼې نه په نقل، د دې مقابلو پرانیستا مراسم د قاهره یو هوټل کښې پیل شو، د مصر ړومبی وزیر ابراهیم محلب، د دغه هیواد اوقاف او اسلامی چارو وزیر محمد مختار جمعه او دینی پوهان، عالمان او د دغه هیواد سیاسی چارواکی په دې مراسمو کښې شتون سره پیل شو.
دا مقابلې د مصر ولس مشر عبدالفتاح السیسی په مرسته او د مصر اوقاف او اسلامی چارو وزارت له نظارت لاندې پیل کېږی.
د مقابلو په دې دوره کښې، د نړۍ ۷۰ هیوادونو نه ۱۰۰ مقابله کوونکې ګډون کوی او د دې مقابلو درېیم ګړې به د سعودی، مصر، امارات، کویت، سعودی، سودان، عمان او سینیګال نه وی.
دا مقابلې به په څلورو برخو کښې پیل کېږی چې ړومبۍ یی د ټول قرآن حفظ دویم ترتیل، دریم تفسیر او څلورم د قرآن د نزول شرح ده، چې دې مقابلو کښې ړومبنی پنځه کسانو ته به په ترتیب سره ۱۰۰ زره مصری پوند(جنیه)، ۷۰ زره، ۵۰ زره، ۳۵ زره، ۳۰ زره مصری پوند ورکړی کېږی.
د مقابلو په دویمه برخه کښې چې د ټول قرآن حفظ سره د ۳۰ پاره تفسیر او د اخلاقی ارزښتونو پوښتنې سره چې د ړومبی نه تر پنځم کس ته ترتیب سره ۶۰ زره، ۵۰ زره، ۴۰ زره، ۳۰ زره او ۲۰ زره مصری پوند ورکړی کېږی.
د دې مقابلو په څلورمه برخه کې چې د غیر عرب ژبو ده د ړومبی نه تر پنځم کسانو ته په ترتیب سره ۳۵ زره، ۳۰ زره، ۲۰ زره، ۱۵ زره او ۱۰ زره مصری جنیه جایزه ورکړی کېږی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3165984