IQNA

د تاریخ په اوږدو کښې اسلامی آثارو ویجاړول د سعودیانو سیاست + فلم

0:07 - April 23, 2015
د خبر لمبر: 3194135
نړیواله ډله: د لبنان حزب الله سر منشی عربستان کښې حرمین شریفین ته د وهابیت د خطر په اړه، د ټولنیزه شبکو کښې له لوی استقبال سره مخامخ شو او همدارنګه په دې اړه یی چې دا ګواښ ریښتونې په اثبات لاسوند یی خپور شوی.


قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم خبرونو چینل نه په نقل، د لبنان حزب الله سرمنشی حسن نصرالله په اخیرنی تقریر کښې د یمن خلکو سره پیوستون په اړه وویل: دا خبره رښتیا ده چې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله حرم شریف په خطره کښې دی، خو ولی دا خطر له کوم ځې نه دی؟ زه به تاسې ته ووایم: دا حرم، د عربستان له دننه نه تهدید کېږی، هغه خطر چې د پیغمبر صلی الله علیه و آله حرم تهدید کوی، له وهابی تفکر او کلتور له اړخه دی.

سایټونه او ټولنیزه توکبنسټ د سید حسن نصر الله د دې ګواښ په بابت د تاریخ یادونه نقل کړل چې تېری یو څو لسیزې مخکې آل سعود او وهابیت د اسلامی تاریخی آثارو ویجاړولو په سبب محکوم شوی وو او دا ثابته وې.

یو تاریخی سند چې په ټولنیزه اړیکو توکبنسټ کښې خپور شوی یوه مقاله ده چې په کال ۱۹۲۶ کښې د یو عربی هیواد په ورځ پاڼه کښې خپور شوی په دې مقاله کې د پیغمبر صلی الله علیه و آله د صحابه حرم، د تاریخی او دینی آثارو د آل سعود له اړخه سپکاوی په باره کښې لیکل شوی وو، هغه سپکاوی چې د اهل بیت علیهم السلام حرم ویجاړ توب وو سید حسن نصرالله په دې مسئله کښې خپل اظهاراتو ته هم اشاره وکړه.

سید حسن نصر الله یادښتونه وکړه: له دې ورستو چې ملک عبدالعزیز آل سعود- د سعودی عربستان جوړوونکې- د حجاز په ځمکه بریالی شو، نو د هغه وهابی پیروان د خپل کلتور او تفکر سره د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم سره تړلې تاریخی او دینی آثار ویجاړ کړل.

دا کار یی هغه خطره واقعی خطره وه چې سعودیانو د مکه حرم او د نبوی حرم خپرولو په بهانه د اسلامی آثارو ویجاړول غوښتل، دا رنګه تفکر، اوه جوماتونو کښې د پنځه جوماتونو ویجاړولو باندې تر سره شو چې د اسلام په غزوه خندق کښې ګټې نه پس جوړ شوی وو. علاوه د دې نه، د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله مرقد شریف غربی برخه او یو شمېر د صحابه قبرونه او ورسره د الغمامه جومات یی هم ویجاړ کړو.





واشنګټن کښې د یوې څېړونکې موسسه په لیک، عربستان کښې د اسلامی او تاریخی آثارو ویجاړولو کار د مکه او مدینه په زرګونو آثار چې ۹۵ نه تر ۱۰۰۰ کلونو مخکېنی وو ویجاړولو سبب شو.

په دې آثارو کښې چې ویجاړ شول، په دې ویجاړ شوې آثارو کښې د اجیال عثمانی قلعه او همدارنګه د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د زوکړې ځې، د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د ښځه حضرت خدیجه سلام الله علیها کور، د حضرت فاطمه سلام الله علیها د زوکړې کور او همدارنګه د امام علی علیه السلام او امام حسن علیه السلام او امام حسین علیه السلام او دې نه علاوه د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم تره حضرت حمزه رضی الله عنه کور، د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د صحابه کورونه او همدارنګه د المعلی پېښې شهیدانو قبرونه او دا رنګه د نورو قبرونو ویجاړول په کښې شامل دی.

دې هم دارنګه د جنګ بدر د شهیدانو او د بقیع قبرونه چې په کښې د ډېرو مهاجرانو او انصارو قبرونه وو ویجاړ کړل.

د فلم کتلو لپاره د دریافت په اخیستل غوروی باندې وټوکۍ.



http://www.iqna.ir/fa/News/3176687

captcha